د مالیاتي قوانینو او سیسټمونو له روزنیز ورکشاپ څخه یو شمېر مالیاتي محاسبینو د فراغت سند ترلاسه کړ

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۱۹:۱۱
خبر

د مسلکي توب،  ظرفیت لوړوني او په مالیاتي محاسبو کي د تجارانو لپاره د اسانتیا او شفافیت رامنځه ته کولو  په موخه د مالیاتي قوانینو او سیسټمونو له روزنیز ورکشاپ څخه یو شمېر مالیاتي محاسبینو د فراغت سند ترلاسه کړ!

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د حقوقي خدمتونو ریاست د عوایدو او ګمرکونو په ملي اکاډمۍ کي اته نوي (۹۸) مالیاتي محاسبینو ته د مالیاتي قوانینو، ټایس (TAIS) او سیګتاس (SIGTAS) سیسټمونو په تړاو دوه اونیز روزنیز ورکشاپ تر سره کړ، چي په دې اړه چمتو سوو اختتامیه مراسمو کي د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال معراج محمد معراج، تخنیکي مرستیال عبدالولي نوري، د حقوقي خدمتونو رئیس ندا محمد صدیقي، د عوایدو لوی ریاست د مالیه ورکوونکو د خدمتونو رئیس عبدالقیوم نصیر او د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو ملي اکاډمۍ آمر بلال احمد احدي ګډون کړی وو.

په دې مراسمو کي ویناوالو په شفافیت، امانتدارۍ او وطن دوستۍ ټینګار وکړ.

خبر

په پای کي د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د مشرتابه له خوا مالیاتي محاسبینو ته د فراغت تصدیق پاڼي هم ورکړل سوې.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۵:۶
Background image

د چارو د لا همغږۍ او پرمختګ په موخه د اداري معینیت د رهبرۍ درېیمه ناسته وسوه

د مرغومي ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ، په روان (۱۴۴۷) هـ.ق کال کي د اداري معینیت د رهبرۍ درېیمه ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۵:۳
Background image

د سپین بولدک په ګمرک کي (۲۳۵۰) کارټنه قاچاقي او بې کیفیته درمل وسوځول سول

د مرغومي ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د کندهار ولایت د سپین بولدک په ګمرک کي (۲۳۵۰) کارټنه د خورا ښکته کیفیته لرونکي درمل، چي په قاچاقي لارو افغانستان ته راوړل سوي ول، د محکمې د حکم له مخي د کندهار. . .

BACK TO NEWS