د مالیې وزارت او البیروني پوهنتون ترمنځ د همکارۍ دوه اړخیز هوکړه لیک لاسلیک سو!

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۱۵:۳
...............

د مالیې وزارت او البیروني پوهنتون ترمنځ، د علمي او مسلکي ظرفیت لوړوني په موخه د همکاریو دوه اړخیز هوکړه لیک لاسلیک سو.
یاد هوکړه لیک، د مالیې وزارت د بشري سرچینو د رئیس مولوي احمد شاه شاکر او د البیروني پوهنتون د محصلینو چارو د رئیس مشتاق حقیار له لوري لاسلیک سو، چي پر بنسټ به ئې اړتیا ته په کتو د مالیې وزارت هغه کارکوونکي، چي د علمي زده کړو په برخه کي ظرفیت لوړولو ته اړتیا ولري، البیروني پوهنتون ته ور پېژندل کېږي؛ همدا راز به د یاد پوهنتون محصلین د عملي او مسلکي زده کړو او تجربو حاصلولو په موخه، مالیې وزارت ته ور پېژندل کېږي.
د علمي او مسلکي همکاریو له دغي دوه اړخیزي هوکړي سره به د مالیې وزارت د کارکوونکو، علمي او مسلکي ظرفیت لوړ سي، همدا رنګه به نويو فارغ سوو محصلینو ته د عملي زده کړو او اړینو تجربو ترلاسه کولو ښه زمینه هم برابره سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۲:۱۷
Background image

د مالیې او کورنیو چارو وزارتونو د کورنۍ پلټني لویو رئیسانو د خپلمنځي همغږۍ په موخه سره کتلي

د وږي ۲۵مه ۱۴۰۴هـ.ل

د کورنیو چارو وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست په غوښتنه د ښې همغږۍ، تجروبو شریکولو او د دوامداره مسلکي او کاري همکاریو د رامنځته کولو په موخه د مالیې او کورنیو چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د کیفیت کنټرول مسلکي کولو روزنیز پروګرام فارغانو ته تصدیق پاڼي ورکول سوې!

د وږي۲۴مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د بندرونو د کیفیت کنټرول ریاست کارکوونکو ته، چي د کیفیت کنټرول مسلکي کولو له پروګرام څخه فارغ سوي ول د یو لړ مراسمو په ترڅ کي. . .

BACK TO NEWS