د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۱۵) شکایتونو ته رسېدنه کړې!

syllab_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۰:۴۹
...........

د لړم ۵ مه ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د رسېدني مسئولیت په غاړه لري او ترلاسه سويو شکایتونو ته له ځنډ پرته رسېدنه کوي.
دغه آمریت د روان (۱۴۰۴) کال تلي (مېزان) میاشتي له پیل څخه تر پایه پوري (۱۹) شکایتونه ترلاسه کړي او اورېدلي دي، چي له دې جملې څخه (۱۵) شکایتونو ته رسېدنه سوې او (۴) نور شکایتونه د کافي معلوماتو او شاکي له لوري د اثباتیه اسنادو د نشتون له امله ناقص ګڼل سوي دي.
له دې جملې (۱۲) شکایتونه د وټس آپ له لاري، (۶) شکایتونه په حضوري بڼه او (۱) شکایت د برېښنالیک له لاري له دې آمریت سره شریک سوی دئ، چي یاد شکایتونه د املاکو، تدارکاتو، مالي او منفکۍ په برخو کي ول، چي د دغه آمریت له لوري پر وخت رسېدنه ورته سوې ده.
د یادوني وړ ده، چي ټول هیوادوال کولای سي، چي د مالیې وزارت د بېلابېلو څانګو په ځانګړې توګه د عوایدي سرچینو او د ګومارني په برخه کي د اصلاحاتو په تړاو خپل شکایتونه، وړاندیزونه او نظریات د برېښنالیک، وټس آپ، ټلیفون، په حضوري بڼه او د شکایتونو د صندوق له لاري له دغه آمریت سره شریک کړي، چي د شکایتونو د اورېدو آمریت به له طبقه بندۍ وروسته دغو شکایتونو ته په شفاف او ټاکلي وخت رسېدنه وکړي.
د اړیکو شمېرې: ۰۲۰۲۹۲۴۲۳۳/ ۰۲۰۲۹۲۴۱۹۰
وټس آپ نمبر: ۰۷۴۵۷۶۵۷۵۶
برېښنالیک:  Officialcomplaints@mof.gov.af

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۱۵) شکایتونو ته رسېدنه کړې!

د لړم ۵ مه ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۰:۱۸
Background image

د کیفیت کنټرول مسلکي کولو له روزنیز پروګرام څخه فارغ سویو ته تصدیق پاڼي ورکړل سوې!

 د لړم۱-  ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د بندرونو د کیفیت کنټرول ریاست کارکوونکو، چي د کیفیت کنټرول مسلکي کولو له پروګرام څخه فارغ سوي ول د یو لړ مراسمو په ترڅ کي تصدیق. . .

BACK TO NEWS