د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۶) شکایتونو ته رسېدنه کړې!

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۳:۴۸
...........


د زمري ۵مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د رسېدني مسئولیت په غاړه لري او ترلاسه سويو شکایتونو ته له ځنډ پرته رسېدنه کوي.
دغه آمریت د روان (۱۴۰۴) کال چنگاښ (سرطان) میاشتي له پیل څخه د دغي میاشتي تر پایه پوري په ټوله کي (۲۶) شکایتونه ترلاسه کړي او اورېدلي دي، چي له دې ډلي څخه (۲۱) شکایتونو ته رسېدنه سوې، (۳) تر کار لاندي دي او (۲) نور شکایتونه د کافي معلوماتو او شکایت کوونکو له لوري د اثباتیه اسنادو د نشتون له امله د دغي ادارې لخوا بې بنسټه ګڼل سوي دي.
له دې جملې (۱۱) شکایتونه د وټس آپ له لاري، (۴) د ټلیفون له لاري او (۱۰) شکایتونه په حضوري بڼه له دې آمریت سره شریک سوي دي، چي یاد شکایتونه د املاکو، تدارکاتو، مالي او منفکۍ په برخو کي ول، چي د دغه آمریت له لوري پر وخت رسېدنه ورته سوې ده.
د یادوني وړ ده، چي ټول هیوادوال کولای سي، چي د مالیې وزارت د بېلابېلو څانګو په ځانګړې توګه د عوایدي سرچینو او د ګومارني په برخه کي د اصلاحاتو په تړاو خپل شکایتونه، وړاندیزونه او نظریات د برېښنالیک، وټس آپ، ټلیفون، په حضوري بڼه او یا د شکایتونو د صندوق له لاري له دغه آمریت سره شریک کړي، چي د شکایتونو د اورېدو آمریت به له ارزوني وروسته دغو شکایتونو ته په شفاف او ټاکلي وخت رسېدنه وکړي.
د اړیکو شمېرې: ۰۲۰۲۹۲۴۲۳۳/ ۰۲۰۲۹۲۴۱۹۰
وټس آپ نمبر: ۰۷۴۵۷۶۵۷۵۶
برېښنالیک:  Officialcomplaints@mof.gov.af

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۵:۱۱
Background image

د بغلان ولایت مالیه ورکوونکو ته د مالیاتو په برخه کي عامه پوهاوی ورکړل سو

د مرغومي ۲۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري او د بغلان مستوفیت په همکارۍ مالیه ورکوونکو ته په مالیاتو کي د رامنځته سویو تخفیفونو او د دوی د ستونزو اورېدو په موخه د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۳:۴۸
Background image

د محترمو متقاعدینو د پام وړ!

ټول محترم متقاعدین کولای سي، له لاندي پتي یا آدرس څخه په انلاین بڼه له کوم ځنډ پرته خپل نوبت ترلاسه کړي.
www.pension.af

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۵:۶
Background image

د چارو د لا همغږۍ او پرمختګ په موخه د اداري معینیت د رهبرۍ درېیمه ناسته وسوه

د مرغومي ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ، په روان (۱۴۴۷) هـ.ق کال کي د اداري معینیت د رهبرۍ درېیمه ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د. . .

BACK TO NEWS