د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ د سوداګرۍ خوني له استازو سره ناسته وکړه

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج شیر محمد مشفق، د ګمرکونو لوی رئیس او د ګمرکونو او عوایدو معینیت کفیل مفتي عبدالمتین سعید او د عوایدو لوی ریاست د بررسۍ رئیس خان محمد ذاکر د سوداګرۍ خوني له استازو سره د ګمرکونو او عوایدو په برخه کي د دوی پر ستونزو ( انتفاعي مالیاتو، ګمرکي تعرفو او په اظهارلیکونو) کي د اصلي قیمت وړاندي کولو باندي بحث وکړ.

د یادوني وړ ده، چي د ناستي په ورستیو کي پر دې پرېکړه وسوه، چي د سوداګرۍ خوني مسؤلین دي خپل وړاندیزونه ترتیب او د عوایدو او ګمرکونو معینیت ته وسپاري؛ تر څو په اړه ئې تصمیم ونیول سي.