د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له استازو سره وکتل
د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له استازو سره په یو لړ اړینو موضوعاتو خبرې وکړې.
په دې کتنه کې چې د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ، هم شتون درلود، دواړو لوریو د بودیجې د مسایلو اداري پروسې، غزني ولایت حوزه وي (پارلماني) ټاکنو، ولایتي شورای، ولسوالیو او ښاروالیو شوراګانو او یو شمېر نورو اړینو مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
د مالیې وزارت سرپرست دوی ته ډاډ ورکړ، چې د مالیې وزارت به د غزني ولایت حوزوي ټاکنو د بودیجې په ورکړه کې همکاري وکړي.
