د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د ایټالیا له سفیر سره په اړوندو اقتصادي موضوعاتو خبرې وکړې
د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي محمد خالد پاینده، د کب میاشتې په ۱۹ مه نېټه د افغانستان لپاره د ایټالیا له سفیر ښاغلي ویټوریو سنډالي، سره لیدنه او خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په پراخېدو، د هرات په هوایي ډګر پورې د اړوندو ستونزو په هواري، د افغانستان او ایټالیا ترمنځ د دوه اړخیزه ډیپلوماټیکو اړیکو د سلمې کلییزې په نمانځلو او یو شمېر نورو ورته مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
په دې لیدنه کې د ایټالیا سفیر له افغانستان سره د اوږدمهاله ملاتړ ډاډ ورکړ او دواړو لوریو د دوه اړخیزه مناسباتو په لا ټینګښت ټینګار وکړ.
