د مالیې وزارت سرپرست د تاجیکستان جمهوریت د اقتصاد او سوداګرۍ پراختیا له وزیر سره یاد هیواد ته د افغانستان صادراتو لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې وکړې
د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، نن د چنګاښ میاشتې په ۱۴ مه نېټه د تاجیکستان جمهوریت د اقتصاد او سوداګرۍ پراختیا له وزیر ښاغلي نعمت الله حکمت زاده سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د دواړو هیوادونو لوړ پوړو پلاوو هم ګډون درلود، د افغانستان او تاجیکستان د اقتصاد او سوداګرۍ په ودې او پراختیا، د افغانستان صادراتو لپاره د لازمو اسانتیاوو په برابولو او زیاتوالي، د پانګونې په فرصتونو او له افغانستان سره د تاجیکستان د خصوصي سکټور په همکارۍ او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
