د مالیې وزارت سرپرست د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي له رئیس سره لیدنه وکړه

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۳ - ۹:۱۵
خبر

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي له رئیس یونس قاضي زاده، سره ولیدل.

په دې لیدنه کې چې د یاد اتاق مرستیال هم ګډون درلود، دواړو لوریو د هرات ولایت د خصوصي سکټور په کلي وضعیت او سوداګرۍ ټولنې په ستونزو، د ستونزو د حل لارو په وړاندي کولو، د هرات ولایت په ګمرک کې شته ستونزو ته په رسېدو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو بحث او خبرې وکړې.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست، د دوی د ستونزو او وړانديزونو له اورېدو وروسته ژمنه ور سره وکړه، چې ستونزو ته به یې د هیواد نافذه قوانینو او مالي امکاناتو ته په کتو سره رسېده وشي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۶:۳۶
Background image

د مالیاتي تخفیفونو د اعلان په موخه رسنيزه ناسته وشوه

د چنګاښ۲۱مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د شفاهي هدایت پر بنسټ، د خصوصي سيکټور د صنعت او سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې مالیاتي تخفیفونه،. . .

BACK TO NEWS