د مالیې وزارت سرپرست د ښځو چارو او د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له رهبرۍ سره وکتل
د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي محمد خالد پاینده نن د کب میاشتې په ۱۰ مه نېټه د ښځو چارو وزارت له سرپرستې اغلې حسینه صافۍ او د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له سرپرست ښاغلي مجیب الرحمن کریمي سره د ښځو چارو په وزارت کې وکتل.
په دې لیدنه کې درې واړو خواوو د ولسمشرۍ عالي مقام د هدایت له مخې د کلیو بیا رغونې او پراختیا له وزارت څخه د ښځو چارو وزارت ته د کلیوالو ښځو د وړتیا لوړولو پروژې د لیږد په څرنګوالي بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د مالیې وزارت سرپرست له دوی سره ژمنه وکړه چې مالیې وزارت به له دوی سره د ولسمشرۍ عالي مقام د هدایت په پلي کیدو کې هر اړخیزه همکاري کوي او له مرسته کوونکو سره به یې هم همغږي کړي.
په دې لیدنه کې درې واړو خواوو ټینګار وکړ چې د ښځو چارو په وزارت کې هر اړخیز اصلاحات پلي او د کارکونکو وړتیا دې لوړه شي څو وکولی شي یاده پروژه په سمه توګه پلي کړي.
