د مالیې وزیر الحاج ملا هدايت الله بدري د وینا بشپړه متن

admin_mof
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۰ - ۱۱:۲۹

د مالیې وزارت د کلني حساب ورکړي خبري کنفرانس ته؛

الحمد لله رب العالمين، والعاقبة للمتقين والصلاة والسلام على نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين، أما بعد:

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم -  بسم الله الرحمن الرحیم: قُلْ يَا عِبَادِ الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا رَبَّكُمْ لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا فِي هَذِهِ الدُّنْيَا حَسَنَةٌ وَأَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةٌ إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُم بِغَيْرِ حِسَابٍ. [سورت الرمز:ایت، ۱۰]

ژباړه: اې زما هغو بندگانو چي ايمان ئې راوړى! له خپل رب ووېرېږئ، هغه چي ښېگڼه ئې كړې په دنيا كي به ئې ښېگڼه په برخه سي، او د الله مځكه پراخه ده، يقيناً چي صبرناكو ته د دوى پوره پوره اجر په بې حسابه توگه وركول كېږي.

د افغانستان قدرمن اولسه! راغلو مېلمنو، د رسنیو استازو او ټولو حاضرینو ته!

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته؛

خوښ یم چي د مالیې وزارت په استازیتوب، ستاسو د رسنیو محترمو همکارانو پر مټ د مالیې وزارت د یوه کال لاسته راوړني او معلومات له خپل اولس او خلکو سره شریکوم.

هیله لرم، چي د اسلامي امارت د یوه کال په بشپړېدو سره د مالیې وزارت په ټولو برخو کي زموږ هلي ځلي او  لاسته راوړني د افغانستان ځورېدلي ملت ته د خوښۍ زېری ورکړي او پر خپل راتلونکي او اسلامي نظام یې باور لا غښتلی سي.

پر هیواد د اسلامي امارت د بيا واکمن کېدو وروسته د مالیې وزارت رهبري په لومړنیو اونيو کي خپل ټوله سیسټمونه فعاله کړل، د هيواد ټوله عوايد يې مرکزي کړل، له اداري فساد سره ریښتینې مبارزه، اداري اصلاحاتو رامنځته کولو او په اقتصادي لحاظ پر ځان بسيا کيدلو ته لومړیتوب ورکړ، چي ورسره د وزارت اړوند په ټولو برخو کي مثبت بدلونونه رامنځته سول او په ملي کچه یې ښې لاسته راوړني خپلي کړې.

بوديجه:

موږ وکولای سوای د نړیوالو بنسټونو او مرستو پرته له خپلو کورنیو عوایدو په لږو امکاناتو سره  په لومړي سر کي د ۱۴۰۰ کال وروستیو درو میاشتو بودیجه (۵۳) میلیارډه افغانۍ او بیا د ۱۴۰۱کال لپاره یو کلنه بودیجه چي (۲۳۱) میلیارډه افغانۍ کيږي ترتیب کړو.

مالیې وزارت د ۱۴۰۱  کال په ملي بودیجه کي چي زموږ پر خپل کورني عوايدو باندي ولاړه ده، د بې ځایه لګښتونو مخنیوي پکښي وکړي، د عادي بوديجې تر څنګ یو شمېر هغه پراختیایي پروژې هم په پام کي پکښي ونيول سوې، چي په بشپړیدو سره به یې خلګ سوکاله او  اقتصادي وضعه به يې ښه سي، له دې ډلي موږ د قوش تېپې کانال یادولی سو، چي په روان کال کي  ۷  میلیارډه افغانۍ په بوديجه کي ورته په پام کي نیول سوي دي.

ګمرکات:

د کابل د فتحي څخه وروسته مو په لومړنيو اونيو کي د ګمرکاتو سیسټم فعاله کړي عوايد مو مرکزي کړل چي د بانک د لاري را ټوليږي، ګمرکي پړاوونه مو اسانه کړل، پر مختللي بریښنایي ترازوګان مو نصب کړل، د هیواد په یو شمېر ګمرکونو کي مو د سوداګرو د اسانتیا په موخه کاري موده اضافه کړې ده،  د تورخم او سپین بولدک ګمرکات اوس ۲۴ ساعته پرانیستي وي، د دې ترڅنګ  د خوست ولایت د غلام خان او پکتیا ولایت د ډنډپټان په ورځ کي  ۱۲ ساعته فعاله او خدمتونه وړاندي کوي، همدارنګه سوداګر ته د اسانتیاوو په موخه ورته انلاین یوزرونه جوړ سول او د کمیشنکارانو جوازونه مو لغوه کړل، چي په پایله کي په ټولو ګمرکونو کي د فساد له منځه ولاړی.

په تېر يوه کال کي مو د هيواد له ټولو ګمرکونو څخه له (۷۰) میلیارډه افغانۍ زیات عواید راټول کړي، چي د تیر په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښیي.

د یادونې وړ ده چي مالیې وزارت د ګمرکونو د پرمختګ او ښه کاري بهیر په برخه کي د اسلامي امارت لاسته راوړني او کارونه په ډېرو معتبرو نړيوالو رسنیو کي هم انعکاس وموندی.

عواید

د ماليې وزارت يو د مهمو او کلیدي ریاستونو څخه د عوايدو لوی رياست دئ، چي مالياتي او غيري مالياتي عوايد راټولوي، په تېر يوه کال کي ددې سره - سره چي د بانکي محدوديتو په سبب د کاروبار حجم کم سوی دئ؛ خو د عوايدو رياست د خپلو ښو خدمتونو په وړاندي کولو، د تشکيلاتو په اصلاح کولو، مسلکي کادرونو په ګومارولو، ماليه ورکوونکو ته د اسانتياوو په وړاندي کولو او شفافيت راوستلو په پایله کي ډېر زيات عوايد راټول کړي دي.

په تېر يوه کال کي د عوایدو لوی ریاست د ۶۵ میلیارډه افغانۍ څخه اضافه مالیاتي او غيري مالياتي عواید راټول کړي چي د راوان کال تر پایه به نور هم زیات سي.

د یادونې وړ ده چي د افغانستان اسلامي امارت قدرمنو مالیه ورکوونکو ته مو د اسانتیا او تشویق په موخه د اصنافو په مالیاتي نورم کي کموالی رامنځته کړ، چي له 1,5 سلني څخه و  0,5 سلني ته راکمه کړه او هم مو د تیرو کلونو جرایم  ورته معاف کړه.

دولتي شرکتونه:

د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د دولتي شرکتونو د اصلاحي پروګرامونو، د تشکیلاتي جوړښت معیاري کولو او د مدیریت د اصلاح لپاره د مالي نظام تقاضاوو سره سم، د دولتي شرکتونو د ځوابویني په موخه نه ستړي کيدونکي هڅي کړي دي، چي په پايله کي یې  ۸ شرکتونو خپل فعالیتونه بیا پیل کړل.

ددې تر څنګ موږ هڅه کوو چي د بلخ سیلو، د پلخمري سیلو، افغان نساجي، د کندهار نخی نساجي، د کندهار د وړیو نساجي، د بغلان شکر او لاسي صنایعو شرکتونه هم بیا فعاله کړو.

همدارنګه مو  د دولتي شرکتونو د پانګوني برخه کي  فرصتونه، اسانتیاوي او طرحي چمتو کړي، تر څو پر دولتي شرکتونو باندي د دولت او خصوصي سکټور ګډي پانګوني ته زمینه برابره سي.

د پاليسي  په برخه کي د ماليې وزارت د  افغانستان اقتصاد تر عنوان لاندي یو مهم نړیوال کنفرانس جوړ کړ، چي په نړیواله کچه یې د افغانستان لپاره په اقتصادي برخه کي ښې لاسته راوړني ولرلې؛ له نړیوالي ټولني سره اقتصادي تعاملات عادي سول، د افغانستان پر بانکي سکټور لګیدلي بندیزونه محدود سول، په کور دننه خصوصي سکټور ته لازمي اسانتیاوي رامنځته سوې، د بشري مرستو تر څنګ انکشافي مرستو ژمني هم وسوې، د بشر پاله مرستو په تړاو د نړۍ والي ټولني ژمني او په ټوله کي د  نړۍ والي ټولني  استازو له افغانستان سره په بیلابیلو اقتصادي برخو کي د لنډ مهاله او اوږد مهاله مرستو ژمني وکړي.

د مالیې وزارت په خپلو چارو کي بشپړ شفافیت او رڼې حکومتولۍ ته په ژمنتیا سره، له پرمختللیو برېښنايي سیسټمونو څخه په  ګمرکونو، خزاینو او عوایدو کي کار  اخستل کيږي.

موږ هڅه کوو چي د بشري منابعو په برخه کي هم مسلکي کسان د شفافو پروسو او آزاد رقابت له لاري په دندو وګومارو،  په تېر يوه کال کي مو د آزادو سياليو له لاري په سلهاوو مسلکي کسان ګمارلي دي، او اوس بیا ۱۰۵۸ بستونه د اعلان کړي دي چي د آزادو سياليو له لاري به وړ او مسلکي کسان پکښي وګومارو.

د یوه اباد، ځان بسيا  او سرلوړي افغانستان په هیله

ستاسو د ټولو د پاملرني څخه مننه

وروستی خبرتیاوينور دلته

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .