د مالیې وزیر په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له رئیس سره وکتل!
د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) له رئیس سټیفن روډریګېس سره وکتل
په پیل کي د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مسؤل، په افغانستان کي د رامنځته سوو اقتصادي پرمختکونو ستاینه وکړه او زیاته ئې کړه، چي اوسمهال په افغانستان کي مالي او بانکي سکټور با ثباته دئ، سوداګرو او پانګوالو ته اړین فرصتونه برابر سوي، د اصنافو لپاره ورکړل سويو مالیاتي معافیتونو او تخفیفونو سره کوچني کاروبارونه غوړېدلي دي او په ملي کچه مهمي پراختیایي پروژې د پلي کېدو په حال کي دي، چي دا چاري پر دې څرګند دلالت کوي، چي ملي عواید پر ځای مصرفېږي.
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مشر ژمنه وکړه، چي له مالیې وزارت سره به د خپلو فعالیتونو د لا ودي په موخه، همغږۍ لا زیاته کړي؛ تر څو په ګډه سره په افغانستان کي ګټوري اقتصادي پروژې برابري او پلي کړي.
د مالیې وزیر په افغانستان کي د (UNDP) د فعالیتونو له امله د منني ترڅنګ، غوښتنه وکړه، چي یاده اداره دي په افغانستان له رامنځته سوو فرصتونو څخه په ګټي اخیستني سره ستري پراختیایي پروژې پيل کړي.
د مالیې وزیر همدا راز د ملګرو ملتونو له پراختیایي پروګرام سره په افغانستان کي د پراختیایي پروژو د پلي کولو په برخه کي د هر ډول اصولي همکاریو بشپړ ډاډ ورکړ.