د ننګرهار ګمرک کارکوونکو کیمیاوي چاودېدونکي توکي (امونیم نایټریټ) نيولي دي!

syllab_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۴:۲۸
..............

د ننګرهار ګمرک د تشرېح مدیریت زړورو کارکوونکو د اکرام شفیق شرکت اړوند په درېیو سوداګریزو محمولو کي (۲۱۲) بستې کيمياوي چاودېدونکي توکي (امونيم نايټريټ) چي مجموعي وزن ئې (۵۰۸۸) کیلو ګرامه کېږي، کشف او ونيول، دغه توکي په خورا مهارت سره په پرچون توکو (بلټي)کي ځای پر ځای سوي ول. 
یاد چاودېدونکي توکي، چې له ګاونډي هيواد څخه افغانستان ته په پټه راوړل کېدل په تور ئې یو تن نیول سوی او د نورو څېړنو لپاره امنیتي ارګانونو ته ور پېژندل سوی دئ.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۲۶
Background image

د هیواد له لومړۍ او دوهمه درجه مستوفیتونو سره انلاین ناسته وسوه!

د لړم ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د مستوفیتونو چارو د مرستیال په مشرۍ او د دې ریاست د یو شمېر رئیسانو په ګډون د هیواد د لومړۍ او دوهمه درجه مستوفیتونو له مسؤلینو سره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۵۱
Background image

د کندوز ولایت د ګمرک او د بلخ مستوفیت کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه پیل سول!

د لړم ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د بلخ ولایت د مستوفیت د مالیاتي او غیر مالیاتي عوایدو (۶۳) تنو کارکوونکو له پاره (۲۳) ورځنی. . .

BACK TO NEWS