د نړیوالو مرستندویانو د مشرتابه پلاوي ناسته وشوه
د مالیې وزارت پالیسۍ د مرستیال په مشرۍ، نن د نړیوالو مرستندویانو د مشرتابه پلاوي ناسته (Donors Heads of Agencies) په مجازي بڼه (virtual) وشوه.
په دې ناسته کې چې د بهرنیو پراختیایي بنسټونو رئیسانو په مجازي ډول حضور درلود، مالیې په وزارت کې په وروستیو اصلاحاتو، د افغانستان د سولې او پراختیا دویم ملي سند په چوکاټ(ANPDF-II)، د هیواد په اقتصادي لومړیتوبونو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.
