د نړیوال بانک او د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق له لوري تمویلېدونکو پروژو د کلنۍ ارزونې ناستو دوام
د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ او د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مالي مدیر په ګډه مشرۍ، د نړیوال بانک او د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق (ARTF) له لوري تمویلېدونکو پروژو د کلنۍ ارزونې ناسته د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه.
په دې ناسته کې چې د افغانستان بریښنا شرکت، کانونو او پطرولیم وزارت او تمویلوونکو استازو چې د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق له لارې پراختیایي پروژو لپاره خپلې مرستې ځانګړي کوي، ګډون کړی وو، د څلورو پراختیایي پروژو؛ کجکي برېښنا بند، په افغانستان کې د ګازو د ښه والي پروژې، د افغانستان د کانونو دوامداره مدیریت، شبرغان او مزار شریف د ګازو بریښنا، شته ستونزو او د دې پروژو د څارنې په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د یادونې وړده، چې په دغه ناسته کې د نړیوال بانک او د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق له لوري تمویلېدونکې پروژې تر بحث او غور لاندې نیول کېږي او د شپاړس ورځو لپاره به دوام وکړي.