د نیمروز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زياته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي
روانه اوونۍ د نیمروز او هلمند ولایتونو د ګرځنده څارني زړورو کارکوونکو په بېلابېلو سیمو کي هیواد ته د مختلفو قاچاقي توکو له واردولو مخنیوی کړی.
په نیول سوو توکو کي (۶۶.۸) ټنه پاکستانۍ مالټې، (۳۰۶۰) کیلو ګرامه ککو، (۲۶) ټنه شيریني باب، (۲۰۴۰) کیلو ګرامه رُب، (۵۰۰) کارټنه تازه شیدې، (۶۷۸) کارټنه اچار او (۸) عرادې موټر سایکلونه شامل دي، چي غوښتل ئې په قاچاقي ډول ئې هیواد ته وارد کړي.
یاد توکي د نورو اجراآتو لپاره د نیمروز ګمرک ته سپارل سوي دي.
