د هیواد په ګمرکونو کې د مسافرینو د توکو د پلټلو او ارزولو په موخه پنځه پایې سکېنرونه نصب شول
د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لورې د مسافرینو د توکو د لا ښه پلټلو او ارزولو په موخه، د هېواد په درېیو ګمرکونو کې د (۳۹،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه پایې سکېنرونه پېرل شوي او د نصب چارې یې بشپړې شوې دي.
د یادو سکېنرونو له جملې دوه پایې د هرات ولایت د اسلام کلا په ګمرک، دوه پایې د ننګرهار ولایت د تورخم په ګمرک او یوه پایه د خوست هوايي ډګر په ګمرک کې نصب شوي دي.
د دغو سکېنرونو په نصب سره به د مسافرینو له لوري راوړل کېدونکي توکې په چټکۍ، دقت او شفافیت سره وپلټل او و ارزول شي او د مسافرینو د مالونو د پلټلو او ارزونې بهیر به لا اغېزمن شي.
د یادو سکېنرونو لګښت د مالیې وزارت له پراختیايي میزانیې (بودیجې) څخه ورکړل شوی او د نصب چارې یې د یوه افغان شرکت له لوري بشپړې شوې دي.
