د ولایتي مستوفیتونو د بررسۍ کارکوونکو ته روزنیز پروګرام جوړ سو!
د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست له لوري، د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د (۱۴۰۳هـ.ل) کال له تدریسي پلان سره سم د (۳۴) مستوفیتونو د بررسۍ (۳۳) کارکوونکو له پاره روزنیز پروګرام پیل سو.
د دغه روزنیز پروګرام په پرانیستغونډه کي د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس حافظ شاه حسین حسیني، د کورنۍ پلټني لوی رئیس انجنیر عبدالطیف خالد، د بشري سرچینو رئیس مولوي احمد شاه شاکر، د عوایدو لوی ریاست حمایوی مرستیال منصورالحق ذاکر او د ولایتي مستوفیتونو د بررسۍ کارکوونکو ګډون کړی وو.
د بشري سرچینو رئیس د مستوفیتونو د بررسۍ برخي له کارکوونکو څخه وغوښتل، چي له دغه پروګرام څخه ښه ګټه واخلي او په اړونده برخه کي خپلي ستونزي، چي د بررسۍ پر مهال ورسره مخامخ کېږي حل کړي او چاري په پوره مهارت او روڼتیا ترسره کړي.
د عوایدو لوی رئیس وویل، چي د مالیې وزارت ټولو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړولو اړین فرصتونه برابرېږي؛ نو پکار ده، چي ټول کارکوونکي او په ځانګړې توګه د مستوفیتونو د بررسۍ آمرین او عمومي مدیران له دې فرصتونو څخه اعظمي ګټه پورته کړي او ور سپارل سوي مسؤلیتونه په پوره رښتینولۍ، ژمنتیا او عدل سره مخته یوسي.
د کورنۍ پلټني لوی رئیس د بررسۍ اصلي موخه په مالیاتي پروسه کي د عدالت رامنځته کول او د فساد له منځه وړل وبلل. ښاغلي خالد زیاته کړه، چي د بررسۍ کارکوونکي باید مسلکي وي، له ټولو مالیاتي نورمونو او مالي سیسټمونو سره باید پوره بلدتیا ولري؛ تر څو اړوندي چاري په ښه ډول مخته یوسي.
د یادوني وړ ده، چي د دغه (۱۵) ورځني پروګرام په لړ کي به ګډونوالو ته د مالیاتي قوانینو، د بررسۍ طرزالعملونو، د محاسباتو او مالیاتي سیسټمونو په برخو کي روزنه ور کړل سي او د پروګرام په پای کي به له ګډونوالو څخه ازموینه هم واخیستل سي.
