د ولایتي ګمرکونو د بیي ایښودني، تعرفې او لابراتوارونو د برخي له مسؤلینو سره انلاین ناسته وسوه!

syllab_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۶:۲۰
...............

د ګمرکونو لوی ریاست عملیاتي مرستیال نقیب الله عابد په مشرۍ د ولایتي ګمرکونو د بیي ایښودني، تعرفې او لابراتوارونو د برخي له مسؤلینو سره د ویډیو کنفرانس له لاري ناسته وسوه.
په دې ناسته کي، چي د بیي ایښودني رئیس، د تعرفې او د بیې ایښودنې آمرینو او یو شمېر نورو اړوندو کارکوونکو هم ګډون کړی وو، په ولایتي ګمرکونو کي د بیي ایښودني، تعرفې او لابراتوارونو په برخه کي پر شته ستونزو او حل لارو، په سمه توګه د بیي ایښودني له مېتودونو څخه پر ګټي اخیستني، په کاري ساحه کي د درو واړو برخو د مسؤلینو تر منځ په پوره همغږۍ او د یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وسوه.
د ولایتي ګمرکونو د بیي ایښودني، تعرفې او لابراتوارونو د برخي مسؤلینو په خپل وار سره په اړوندو چارو کي خپلي سته ستونزي شریکي کړې، چي د ګمرکونو لوی ریاست د علمیاتي مرستیال او نورو مسؤلینو له لوري د ژر حل کېدو ډاډ ورکړل سو.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د عوایدو لوی ریاست مسئولینو له مستوفیتونو سره انلاین ناسته وکړه

د غبرګولي ۳۱مه۱۴۰۵ هـ.ل

د عوایدو لوی ریاست د چارو د لا ښې همغږۍ، یوشانوالي او اغېزمنتیا په موخه د عوایدو د عملیاتي مرستیال په مشرۍ له ټولو مستوفیتونو سره آنلاین ناسته وکړه.
په دې ناسته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۱:۴۲
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۱:۷
Background image

د عوایدو لوی رئیس د کورنیو او نړیوالو مؤسسو له مسئولینو او استازو سره ناسته وکړه

د غبرګولي۳۱مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د عوایدو عملیاتي مرستیال، د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست استازو او د لسګونو داخلي او نړیوالو. . .

BACK TO NEWS