د ولایتي ګمرکونو د تشرېح او بررسۍ برخي کارکوونکو ته جوړ سوی ورکشاپ پای ته ورسېد!

admin_mof
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲ - ۱۵:۴۷
عکس

 

د ولایتي ګمرکونو د تشریح او بررسۍ برخي کارکوونکو ته (۲۱) ورځنی ورکشاپ، چي د ګمرکونو او عوایدو په ملي اکاډمۍ کي جوړ سوی وو، پای ته ورسېد.
د یاد ورکشاپ په پای غونډه کي د ګمرکونو لوی ریاست د حقوقي چارو رئیس ښاغلي عبدالرحمن سجاد، د مالیې وزارت د وړتیا لوړلو او د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ آمرینو ګډون کړی وو.
د ګمرکونو لوی ریاست د حقوقي چارو رئیس په خپلو خبرو کي د یاد ورکشاپ د ارزښت بیانولو تر څنګ فارغینو ته سپارښتنه وکړه، چي زده کړل سوي موضوعات له خپلو همکارانو سره هم شریک کړي.
په دې ورکشاپ کي د ولایتي ګمرکونو د تشرېح او بررسۍ برخي (۲۲) تنه کارکوونکو ګډون کړی وو، چي د (۲۱) ورځو په موده کي په یادو برخو کي عملي او نظري روزنه ورکړل سوه.
د یادوني وړ ده، چي د یاد ورکشاپ ګډونوالو ته د ازمویني له اخیستلو وروسته د فراغت تصدیق لیکونه هم ورکړل سول.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د عوایدو لوی ریاست مسئولینو له مستوفیتونو سره انلاین ناسته وکړه

د غبرګولي ۳۱مه۱۴۰۵ هـ.ل

د عوایدو لوی ریاست د چارو د لا ښې همغږۍ، یوشانوالي او اغېزمنتیا په موخه د عوایدو د عملیاتي مرستیال په مشرۍ له ټولو مستوفیتونو سره آنلاین ناسته وکړه.
په دې ناسته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۱:۴۲
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۱:۷
Background image

د عوایدو لوی رئیس د کورنیو او نړیوالو مؤسسو له مسئولینو او استازو سره ناسته وکړه

د غبرګولي۳۱مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د عوایدو عملیاتي مرستیال، د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست استازو او د لسګونو داخلي او نړیوالو. . .

BACK TO NEWS