د ځمکني ټرانسپورټ د اتحادیې استازو له پاره د مالیاتي پروسې په تړاو د پوهاوي سمینار جوړ سو!

syllab_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۵:۴۲
............

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د یوې ناستي په ترڅ کي د ګمرکونو او عوایدو په ملي اکاډمۍ کي د ځمکني ټرانسپورټ د اتحادیې استازو ته د مالیاتي پروسې په تړاو د پوهاوي یو ورځنی سمینار جوړ کړ.
په دې ناسته کي د عوایدو د لوی ریاست د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس مولوي ندا محمد صدیقي، د ګمرکونو او عوایدو د ملي اکاډمۍ آمر بلال احمد احدي او د ځمکني ټرانسپورټ د اتحادیې استازو ګډون کړی وو.
مولوي ندا محمد صدیقي د دغه سمینار په پرانیستې وینا کي وویل، چي د دې اتحادیې له مسؤلینو سره د پرله پسې ناستو له امله دې پایلي ته ورسېدو، چي د دوی ستونزه له مالیاتي اصولو او مقرراتو څخه په ناخبره پاتي کېدلو کي ده، د نن ورځي سيمینار ستاسي د ستونزو د حل له پاره یو بنسټیز ګام او د مالیاتي ادارو او مالیه ورکوونکو ترمنځ د افهام او تفهیم غوره وسیله ده، چي د ادارو او مالیه ورکوونکو مکلفیتونه روښانه او واضح کوي، چي له دې سره به د شاوخوا (۸۰) سلنه مالیه ورکوونکو ستونزي هواري سي.
نوموړي د ځمکني ټرانسپورټ د اتحادیې له استازو څخه وغوښتل، چي له دې سيمینار څخه په ګټه اخیستني په ټولو مالیاتي مواردو ځان پوه کړي او د شفافیت د رامنځته کولو او له عوایدي تېښتې څخه د مخنیوي په موخه دي په اظهارنامو کي د خپلو حقیقي لګښتونو او عوایدو په درج کولو سره له مالیاتي ادارو سره همکاره وکړي.
ورپسې د عوایدو لوی ریاست مسؤلینو د یوه پرزينټېشن په ترڅ کي د ځمکني ټرانسپورټ د اتحادیې استازو ته د مالیاتو، د مالیاتو د ډولونو، د مالیاتي پروسې، طرزالعملونو، مالیاتي نورمونو، لوایحو، اظهارنامو او د یاد ریاست د موخو په اړه معلومات وړاندي کړل او د ګډونوالو پوښتني ئې هم ځواب کړې.

وروستی خبرتیاوينور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د ځمکني ټرانسپورټ د اتحادیې استازو له پاره د مالیاتي پروسې په تړاو د پوهاوي سمینار جوړ سو!

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د یوې ناستي په ترڅ کي د ګمرکونو او عوایدو په ملي اکاډمۍ کي د ځمکني ټرانسپورټ د اتحادیې استازو ته د مالیاتي پروسې په تړاو د پوهاوي یو ورځنی سمینار جوړ کړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۱۲:۲۵
Background image

د هرات، کندهار او ننګرهار په ولایتونو کي قاچاقي توکي نیول سوي دي!

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني ويښو کارکوونکو تېره اوونۍ د هرات، کندهار او ننګرهار ولایتونو په بېلابېلو سېمو کي یو شمېر قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په. . .

BACK TO NEWS