د کابل نړیوال هوایي ډګر په ګمرک کي د حاجیانو لپاره اسانتیاوي برابري سوي دي
د کابل نړیوال هوايي ډګر د ګمرک ریاست د دغه هوایي ډګر په ګمرک کي د حاجیانو لپاره اسانتیاوي برابري کړي او تل هڅه کوي، چي رضایت لرونکي خدمتونه وړاندي کړي.
پرهمدې بنسټ سږ کال هم د کابل نړیوال هوایي ډګر د ګمرک ریاست له لوري د اړوندو ادارو سره په همغږۍ د حاجیانو لپاره (۲۴) ساعته خدمتونه ترسره کوي او د حاجیانو لپاره ئې د تګ او بيرته راتګ په برخو کي لازمي اسانتیاوي برابري کړي دي.
د کابل نړیوال هوایي ډګر د ګمرک رئیس مولوي عبدالمنان مخلص وویل، چي د هوایي ډګر په کورني او بهرني ترمینلونو کي ئې د اکسري ماشینونو د شمېر پر زیاتولو سربېره د خدمتونو د چټکتیا او د وخت له ضایع کېدو څخه د مخنی
وي په موخه د مسلکي پرسونل په شمېر کي هم زیاتوالی راوستی؛ تر څو د قدرمنو حاجیانو لپاره پر وخت غوره خدمتونه وړاندي کړي.
ښاغلي مخلص زیاته کړه، چي له حاجیانو سره د وسایلو د انتقال لپاره ئې یو شمېر خدمتي کارکوونکي هم پر دندو ګمارلي؛ تر څو له حاجیانو سره د وسایلو د انتقال په برخه کي ځانګړې مرسته وکړي.
د حج له سپیڅلي فریضې څخه بيرته راستانه سوو حاجیانو د کابل هوايي ډګر په ګمرک کي د رامنځته سوو اسانتیاوو له کبله خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کي ئې د مسؤلینو له صادقانه هڅو څخه مننه وکړه.
د یادولو ده، چي د هرات، مزارشریف او کندهار په هوایي ډګرونو کي هم، د حاجیانو لپاره ورته اسانتیاوي برابري سوي دي
