د کابل هوایي ډګر د ګمرک یو شمېر کارکونکو ته د سکرینینګ په برخه کي روزنه ورکول سوه

admin_mof
شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۴ - ۱۱:۲۰
خبر

د کابل هوایي ډګر د ګمرک ریاست اړوند د مسافرینو عمومي مدیریت کارکوونکو ته د امنیت د سکرینینګ (د مسافرینو د وسایلو پلټني) په برخه کي روزنه ورکول سوه.
په دغه رونیز پروګرام کي د مسافرینو مدیریت اړوند ټول پرسونل ته د مجربو ټرینرانو له لوري په اړونده برخه کي، په عملي او مسلکي ډول روزنه ورکول سوه او د روزنیز پروګرام له پای ته رسېدو وروسته د یاد مدیریت روزل سوو کارکوونکو (د مسافرینو د وسایلو د پلټني) برخه کي په مسلکي ډول چاري پیل کړې، چي ورسره به په یاده برخه کي لا ډېر نظم او د مسافرینو لپاره اړیني اسانتیاوي رامنځته سي.

خبر

د یادوني وړ ده، چي د دغه روزنیز پروګرام ممتازو کارکوونکو ته د کابل هوایي ډګر د ګمرک رئیس ښاغلي مولوي عبدالمنان مخلص له لوري تصدیق پاڼي هم ورکول سوې.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۷
Background image

د لومړۍ درجه ولایتونو له مستوفي صاحبانو سره ناسته وسوه!

د لړم ۲۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ او د عوایدو لوی رئیس، ددې ریاست د مرستیالانو، د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او د کندهار،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۱:۴۲
Background image

د عوایدو لوی ریاست استازو د کندهار په انار ملي او نړيوال نندارتون کي ګډون وکړ!

د لړم ۲۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیي وزارت د عوایدو لوی ریاست استازو د کندهار ولایت په «دنیا سالون» کي د انار په ملي او نړيوال نندارتون کي ګډون وکړ.
 دغه درې ورځنی نندارتون د صنعت او سوداګرۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۲۶
Background image

د هیواد له لومړۍ او دوهمه درجه مستوفیتونو سره انلاین ناسته وسوه!

د لړم ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د مستوفیتونو چارو د مرستیال په مشرۍ او د دې ریاست د یو شمېر رئیسانو په ګډون د هیواد د لومړۍ او دوهمه درجه مستوفیتونو له مسؤلینو سره. . .

BACK TO NEWS