د کابل ولایت اړوند (۴) مې ناحیه کي د یو باب دولتي مغازې د داوطلبۍ خبرتیا

Publish Date
Closing Date
د مالیې وزارت د دولتي املاکو لوی ریاست غواړي چي د کابل ولایت اړوند (۴) مې ناحیه دوهم پروان سره د یو باب (۹) نمبر دولتي مغازې چي (۲۳۲ ) متره مربع مساحت لري د داوطلبۍ له لارې اعلان ته سپاري.
ټول هغه حکمي او حقیقي اشخاص چي غواړي نوموړی ملکیت په کرایه ونیسي کولای سي خپل غوښتنلیکونه د اعلان د خپریدو څخه وروسته د (۲۱) ورځو په موده کي د دولتي املاکو لوی ریاست ته وسپاري او د یاد سوي ملکیت شرطپاڼه د اسنادو له ارزونې او لومړي قیمت ته په کتو تر لاسه کړي.