د کابل په هوايي ډګر ګمرکي چاري فعالي او چټکي سوي دي

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۴ - ۱۱:۳۲
خبر

د افغانستان اسلامي امارت د هغه ژمني له مخي چي د ولس سره یې کړې ده،  په دې هڅه کي دی، چي له تېر حکومت څخه ور پاته خنډونه له منځه یوسي او سوداګرو ته د لا اسانتیا برابرولو سره اقتصادي پراختیا او ودې ته کار وکړي.

په همدې اساس  د ګمرکي اسنادو د ښه څېړلو، بروکراسۍ او وخت ضایع کېدو د مخنیوي په موخه  لومړي ځل لپاره د کابل هوایي ډګر ګمرک کي د ګمرګي طی مراحلو واحد مرکز(One Stop Shop) څخه ګټه اخیستنه پيل کړې، چي په دې سره د اسنادو د طی مراحلو پروسه تر پخوا څو چنده چټکه سوې ده. په تیرو وختونو کي د ګمرکي اسنادو طی مراحل په ۳ ورځو کي ترسره کېدل خو اوسمهال په ۳ ساعتونو کي دا پروسه پای ته رسیږي.

د یادي پروسې  په لړ کي د سوداګرو د مستقیم نظر اخیستلو او ستونزو اورېدلو په موخه د ټيلیفون کولو اسانتیا شتون لري، چي په وسیله یې سوداګر کولای سي پر وخت خپل غږ تر اړوندو مسؤلینو ورسوي.

د لا اسانتیا او شفافیت په موخه د کابل په هوايي ډګر کي د ګمرکي اسنادو د طی مراحلو پروسه (ون سټاپ شاپ) کي په لاندي ډول ترسره کېږي:

۱ - مرستندوی میز: د مرستندوی میز (Help Desk) له لاري اظهارنامه چمتو کېږي او لاره یې په اسیکوډا سیسټم ټاکل کېږي.

۲ -  فزیکي تشریح: مامورین د توکو تشرېح شمېر او بڼي ته په کتو یو - یو چک کوي چي له اسنادو سره سمونه لري که نه.

۳ -  قیمت ګذاري: له فزیکي چک وروسته د مامورینو لخوا اسناد قیمت ګذاري ته وړاندي کېږي، د قیمت ګذارۍ برخه یې چک کوي چي سوداګر واقعي بیه وړاندي کړي که نه، که بیه یې واقعي وه تائیدېږي او که نه وه، ډیټابیس ته په کتو بیه ورته ټاکل کيږي.

۴ - د اسنادو چک: د اسنادو چک د تشرېح د مامورینو لخوا ترسره کېږي، چي له دې وروسته د اسنادو لاره له سرې لیکي څخه پر شنې لیکي بدلېږي.

۵ -  د بانکي تعرفې ترلاسه کول: سوداګر له بانکي تعرفې وروسته دغه تعرفه په بانک کي تحویلوي او د توکو د خروجي پاڼې د ترلاسه کولو لپاره (ون استټاپ شاپ) ته مراجعه کوي.

۶ - د خروجي پاڼي له ترلاسه کولو وروسته مسولینو ته د لاسلیک په موخه استول کېږي او د برسۍ مدیر، د ګمرک مرستیال او آمر له تائیدۍ او لاسلیک وروسته د اسنادو طی مراحل پای ته رسېږي.د لا اسانتیا برابرولو او د ګمرکي اسنادو د طی مراحلو له چټکتیا سره سم، د کابل په هوايي ډګر کي تر یو چتر لاندي، فساد، اختلاس او بډې اخیستني له ريښې څخه له منځه تللي او اوسمهال هيڅ ډول توکي له ګمرکي طی مراحلو پرته نه بهر کېږي. دغه اداره توانېدلې ده، چي په تېرو ۸ میاشتو کي د اسلامي امارت له واکمنېدو سره سم، په پوره شفافیت سره د سوداګریزو توکو له درکه (۴۳۰) میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي.

خبر

د یادونې وړ ده، چي د ګمرکي طی مراحلو واحد مرکز(One Stop Shop) د اسانتیا، د سوداګریزو توکو د ډېرېدو، غوره والي او د افغانانو لپاره د کاري فرصت رامنځته کولو په موخه جوړ سوی دئ. سربېره پر دې نړیوالو ته د افغانستان د مثبت انځور وړاندي کولو یوه غوره بېلګه شمېرل کېدای سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۷
Background image

د لومړۍ درجه ولایتونو له مستوفي صاحبانو سره ناسته وسوه!

د لړم ۲۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ او د عوایدو لوی رئیس، ددې ریاست د مرستیالانو، د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او د کندهار،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۱:۴۲
Background image

د عوایدو لوی ریاست استازو د کندهار په انار ملي او نړيوال نندارتون کي ګډون وکړ!

د لړم ۲۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیي وزارت د عوایدو لوی ریاست استازو د کندهار ولایت په «دنیا سالون» کي د انار په ملي او نړيوال نندارتون کي ګډون وکړ.
 دغه درې ورځنی نندارتون د صنعت او سوداګرۍ. . .

BACK TO NEWS