د کندهار ښار د لویي ویالې د اوبو رسولو پروژې چاري پیل سوې
![خبر](/sites/default/files/2023-11/k1.jpg)
د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند او د مالیې وزارت اړوند د ښاري اوبو رسولو دولتي شرکت د لوی رئیس انجنیر نعمت الله احمدي له لوري د کندهار ښار د لویي ویالې د اوبو رسولو پروژې د چارو پرانیستنه وسوه
پر دغه پروژه (۴۰۵) میلیونه افغانۍ لګښت راځي او اوږدوالی ئې (۱۱۱) کیلو مترو ته رسېږي، چي (۷۰۰۰) کورنیو ته د څښاک پاکي اوبه برابروي.
په دغه پروژه کي (۲۵۰) او (۳۲۰۰) مټر مکعبه د اوبو زېرمي د (۶) حلقو څاګانو کيدنه، یو پمپ سټېشن او د پروژې اړوند ساختماني چاري شاملي دي.
![خبر](/sites/default/files/inline-images/k2_4.jpg)