د ګمرکونو او عوایدو معین د میدان وردګو مستوفیت له چارو څخه لیدنه وکړه!

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۹:۱
..............

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتين سعيد د خپلو رسمي ولایتي سفرونو په لړ کي دا ځل د میدان وردګو ولایت ته سفر وکړ او هلته ئې د یاد ولایت د مستوفیت له چارو څخه له نږدې لیدنه وکړه.
د ګمرکونو او عوایدو معین په دې لیدنه کي د یاد ولایت د مستوفیت مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چي اړوندي چاري په پوره صداقت ترسره کړي، د مراجعینو ستونزو ته پر ټاکلي وخت د رسېدني ترڅنګ له هغوی سره غوره چلند وکړي. نوموړي همدا راز د یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو لازم هدایات ورکړل.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو او عوایدو معین بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کوي، څو له نږدې څخه د یاد معینیت د اړوندو ادارو د چارو څخه د لیدني تر څنګ د هیوادوالو ستونزي له نږدې واوري او پر خپل وخت ورته رسېدنه وکړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د امارتي املاکو لوی ریاست پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته سفر وکړ

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د امارتي املاکو د لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني په مشرۍ د دغه ریاست تخنیکي او مسلکي پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته رسمي سفر وکړ. 
دغه پلاوي د. . .

BACK TO NEWS