راسئ په کار کي غوره توب وکړو
د خدای جل جلاله په ټولو مخلوقاتو کي کمال او غوره توب له ورایه ښکاره او څرکند دئ. له واړه مېږي نیولې په لمر، سپوږمۍ، ستورو، ورځ، شپه، ونو او نورو کي چي څونده کمال او غوره توب دئ، انسان په يوويشتمي پېړۍ کي ورته عاجز او ورڅخه بې برخي دئ.
د شاتو موچۍ گورئ، چي څومره منظم او ښايسته كور ځان ته جوړوي، داسي منظم كور چي د نړۍ ستر مهندسين ئې په ډېرو مجهزو وسائلو هم له جوړولو عاجز دي، همداسي مېږى يوه وړه حشره ده، چي ژوند ئې و موږته د توحيد، خداى پېژندني، غوره توب او کمال درس راکوي.
وني په څونده غوره توب او کمال سره شپه او ورځ په كار بوختي وي، زيار باسي، مضر گازونه جذبوي او زموږ د اړتيا وړ اكسيجن توليدوي، د مځكي له خاورو په خپلو نازكو جرړو سره هغه حياتي مواد جذبوي چي موږ ورته ضرورت لرو او د لمر د وړانگو په مرسته له دغو موادو موږته ښايسته او خوندوري مېوې جوړوي.
الله جل جلاله چي څونده په کمال او غوره توب سره د هرڅه تخليق کړی همداسي د خپلو بندګانو څخه غواړي چي په کمال او غوره توب سره خپل هر کار تر سره کړي.
راسئ موږ هم تر هرڅه وړاندي خپل ګرېوان قاضي کړو، په خپل مأموريت كي يوه شېبه ځنډ او لټي ونه کړو او نه يوه ذره سرغړاوى او عصيان، مادي ګټي شاته کړو، يوازي خدای، اولس او هيواد په نظر کي ونيسو، له هغه توجیهاتو تېرسو، چي په هرڅه کې د لټولو هڅه کوو، له انجينره نيولې تر ډاکټره او له وارداتو نيولې تر صادراتو په هرڅه کي غوره او د کمال څښتنان و اوسو، چي په دې سره به مو نه خدای جل جلاله، نه اولس او نه هيواد دا کار ضایع کړي، بلکي دا او هغه نړۍ به مو هم ورسره غوره سی. لکه الله جل جلاله چي فرمايي: موږ د هغه چا اجر نه ضايع كوو چي د عمل له مخي ښه وي. دوى هغه وگړي دي، چي داسي تلپاته جنتونه به ئې په برخه وي چي ترې لاندي ويالې بهېږي، د سرو زرو په لاس وندو به سينگار كړاى سي او د نريو او پرېړو ورېښمو شنې جامي به اغوندي په داسي حال كي چي پر تختونو به تكيه كوونكي وي، څومره غوره ثواب او ښايسته تكيه ځى.
وروستی خبرتیاوينور دلته
د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!
د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .