قوشتېپې کانال د افغانانو پر مټ تمويلېږي

د هیواد په کچه د قوشتېپې ستر او ملي کانال، چي د افغانانو پر مټ ئې د لومړي فاز چارې پیل سوي وې بشپړ او د دوهم فاز چاري ئې د لوړ پوړو دولتي چارواکو په حضور کي پیل سوې.
د هيواد په کچه د دې ستري پروژې د لومړي فاز د بشپړېدو لپاره ټول مالي لګښت د مالیې وزارت له ملي بودیجې او ملي عوایدو څخه ورکړل سوی او هیڅ کوم مرستندویه بنسټ، سازمان او هيواد برخه نه پکښي لري.
د يادوني وړ ده، چي ملي عواید او خپلواکه ملي بودیجه د خپل ولس او ملي سوداګرو په مرسته ځکه غښتلې کېږي، چي دوی پر وخت مالیه ورکوي؛ نو ځکه ددې پروژي تمویلوونکي خپله افغانان دي.