مالي کال د مالي پلان سره سم له لاسته راوړنو ډک او بریالی کال وو!

syllab_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۱۵:۵۵
............

پر هیواد د یو لړ بهرنیو مالي محدودیتونو په شتون کي؛ بیا هم له مالي پلان سره سم (۱۴۰۲)  کال په مالي او اقتصادي لحاظ د لاسته راوړنو ډک او بریالی کال وو.
په (۱۴۰۲هـ.ل) مالي کال کي د مالیې وزارت له لوري ملي عواید په شفاف ډول راټول سول، ملي بودیجه په ګټوره توګه مدیریت سوه، د دولت ټول عادي او پراختیایي لګښتونه، چي د تېر کال په پرتله زیات ول، په ټاکلي وخت اجرا‌‌ء سول، د ملي بودیجې په مټ یو لړ مهمي اقتصادي پروژې پلي سوې، سوداګرۍ پراختیا ومونده او په ټولیز ډول د تېر کال په پرتله د هیواد اقتصادي وضعیت ښه والی ومونده.
په ټوله کي (۱۴۰۲) مالي کال د تېر کال په پرتله په ملي کچه د مالي مدیریت او اقتصادي پیاوړتیا په برخه کي له لاسته راوړنو او پرمختګونو څخه ډک کال وو، چي له ګټورو تجربو څخه به ئې په (۱۴۰۳) مالي کال کي د ملي اقتصاد د لا پیاوړتیا په موخه په بېلابېلو مهمو برخو کي، ګټه واخیستل سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۲:۱۷
Background image

د مالیې او کورنیو چارو وزارتونو د کورنۍ پلټني لویو رئیسانو د خپلمنځي همغږۍ په موخه سره کتلي

د وږي ۲۵مه ۱۴۰۴هـ.ل

د کورنیو چارو وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست په غوښتنه د ښې همغږۍ، تجروبو شریکولو او د دوامداره مسلکي او کاري همکاریو د رامنځته کولو په موخه د مالیې او کورنیو چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د کیفیت کنټرول مسلکي کولو روزنیز پروګرام فارغانو ته تصدیق پاڼي ورکول سوې!

د وږي۲۴مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د بندرونو د کیفیت کنټرول ریاست کارکوونکو ته، چي د کیفیت کنټرول مسلکي کولو له پروګرام څخه فارغ سوي ول د یو لړ مراسمو په ترڅ کي. . .

BACK TO NEWS