مطبوعاتي اعلامیه: د سولې، سوکالۍ او ځان بسیاینې پرلور د افغانستان لپاره د ۲۰۲۰ کال کنفرانس

admin_mof
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۶ - ۱۱:۰
خبر

کابل، د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر ۱۵مه - د افغانستان په اړه د ۲۰۲۰ کال کنفرانس چې ټاکل شوې د نوامبر د میاشتې په ۲۳ مه او ۲۴ مه په جینیوا کې ترسره شي د سولې، سوکالۍ او ځان بسیاینې پرلور د افغانستان په سفر کې یو مهم پړاو دی. 

د وزیرانو په کچه د ژمنو دغه کنفرانس چې په څلورو کلونو کې یو ځل تر سره کیږي، په ګډه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت، د فنلنډ د حکومت او د ملګرو ملتونو لخوا تنظمیږي.

ددغه کنفرانس موخه د افغانستان د پرمختګ او ټیکاو په اړه د نړیوالې ټولنې او افغانانو د ژمنو تازه کول دي چې له ۲۰۲۱ تر۲۰۲۴ کاله پورې پر ګډو پرمختیايي موخو موافقه وشي او له افغانستان سره د مالي ملاتړ لپاره د پرمختیايي همکاریو همغږي رامنځ ته شي.

دغه کنفرانس په یو تاریخي وخت کې ترسره کیږي. د افغانستان د سولې خبرو اترو پیلیدو دپرمختګ لپاره نوي فرصتونه رامنځ ته کړیدي. د افغانستان لپاره پیاوړې ملګرتیا او دوامدار نړیوال ملاتړ ډیرمهم دی، ځکه چې له څلورو لسیزو جګړو او کړاونو وروسته افغانانو د سولې د رامنځ ته کیدو او ټینګیدو ننګونکې دندې ته اوږه ورکړې.

د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال وویل: " افغانستان په یوه حساس پړاو کې دی. د سولې په برخه کې، موږ له هیله مندۍ څخه د شونتیا او اعتبار خوا ته تللي یو چې تر ډیره بریده د افغانستان د خلکو د قربانیو او د افغان دولت د باور جوړونې د بې ساري ګامونو دپورته کولو له امله رامنځ ته شوي. کله چې موږ راتلونکي ته ګورو، باید، یو پرمختللي، سوکاله، ولسواک، آزاد او باثباته افغانستان ته د رسیدو لپاره چې له ځان، ګاونډیو او نړۍ سره په سوله کې وي په خپل لیدلوري او هیلو کې متحد پاتې شو. پداسې حال کې چې په لوړه کچه پلان جوړولو باندې ټینګار کیږي، په پراختیایي چاروکې باید پام د خدمتونو وړاندې کولو او پلي کیدو ته واوړي. د افغانستان حکومت او د نړیوالې پراختیا ملګري یې باید د بې وزلي د کمولو لپاره په یوه لیدلوري سره یو ځای کار وکړي چې حقیقي او هدفمند واوسي. د سولې او پرمختګ په برخه کې پانګونه باید د جنسیتي برابروالي (جندر)، د بشري حقونو د ساتنې، د ښځو او د لږه کیو د حقونو او همدارنګه د دموکراتیکو اصولو لپاره کافي ضمانتونه چمتو کړي. جمهوریت د افغانستان د تنوع ریښتینی انځور وړاندې کوي او باید پیاوړی شي. فساد، چې د افغانستان ارزښتناکې سرچینې وچوي او د ځان بسیاینې پر لور یې خنډونه رامنځ ته کوي، له هر ډول سره یې باید مبارزه وشي."

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیرپیکا هاویسټو وویل: " له لسیزو وروسته په لومړي ځل د سولې لپاره یو ریښتینی چانس رامنځ ته شوی. فنلنډ له نورو پرمختیايي ملګرو سره دسوکالۍ، دوامداره پرمختګ او تلپاتې سولې پرلور د افغانستان او افغانانو کلک ملاتړ کوي. دسولې بهیر په هر پړاو کې د ښځو مانا لرونکې ونډه او هر اړخیز ګډون د سولې او پرمختیا لپاره مهم دی."

له ۲۰۰۱ کال راهیسې پرمختګ په افغانستان کې سیاسي، اجتماعي او اقتصادي لید ته وده ورکړې. خوافغانستان پریکنده هڅو ته اړتیا لري چې د بدلون د لسیزې (۲۰۱۵-۲۰۲۴) تر وروستي کاله پورې په ځان د بسیا، باثباته او سوله ییزې ټولنې وړتیا ترلاسه کړي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبراه لاینز وویل: " دا د افغانستان لپاره یوه مهمه شېبه ده، ځکه چې د لسیزو اوږدې شخړې د پای ته رسولو لپاره یې دسولې خبرې اترې پیل کړي. زه هیله لرم چې نړیواله ټولنه به په جنیوا کې له دې فرصت څخه په ګټه اخیستو د سولې له پروسې سره په موازي توګه د افغانستان له پراختیا سره هم خپل ملاتړ یو ځل بیا په ډاګه کړي. ملګري ملتونه ژمن دي چې د افغانستان له حکومت، فنلنډ، او مرستندویه ټولنې سره کار وکړي چې د ټولو افغانانو په ګټه ترټولو غوره ممکنه پایله تر لاسه کړي."

د فنلند د پرمختیاِيي همکاریو او بهرنۍ سوداګرۍ دچارو وزیر ویلی سکناري وویل: " فنلند سترګې په لار دی چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او له ملګرو ملتونو سره یو ځای د ژمنو ددغه کنفرانس کوربه توب وکړي. په افغانستان کې د پیچلو ننګونو حل د افغانستان او نړیوالې ټولنې ګډو هڅو او اوږد مهاله ژمنو ته اړتیا لري. له خپلو همکارانو سره په ګډه موږ ژمن یو چې د مرستو جوړښت ته نوې بڼه ورکړو په داسې حال کې چې ډاډ ترلاسه کړو چې دا به په تیرو لسیزو کې لاسته راغلي پرمختګونه وساتي او د بشري حقونو او دیموکراتیکو اصولو درک به پیاوړي کړي."

دا کنفرانس به په جینیوا کې په ترکیبي بڼه د ملتونو په ماڼۍ کې ترسره شي چیرې چې استازي ممکن په غیر حضوری ډول برخه واخلي. تمه کیږي چې له ۷۰ څخه ډیر هیوادونه، نړیوال سازمانونه، د افغان حکومت چارواکي او د مدني ټولنې استازي په دې کنفرانس کې برخه واخلي.

د کویډ۱۹ ناروغۍ له امله د سفراو یوځای راټولیدلو روانو محدودیتونو ته په پام سره د کنفرانس د لوژستیک او اجنډا اړوند نور معلومات به د کنفرانس نیټې ته په نږدې کیدلو سره د لاسرسي وړ وي.

کنفرانس ته د رسنیو ورپیژندل او د رسنیزو غونډو د څرنګوالي په اړه به نور معلومات د اکتوبر میاشتې په وروستیو کې اعلان شي.

د کنفرانس لپاره د تخنیکي چمتووالي په اړه پوښتنې د فنلنډ د افغانستان د۲۰۲۰ کنفرانس اړوندې ادارې ته راجع کیږي.

د اړیکو لپاره:

شمروزخان، د مالیې وزارت ویاند: shamroz.masjidi@mof.gov.af, tel. +93 (0) 797 332 334

لیم مکډاول: د یوناما د ستراتیژیکو اړیکو مشر: mcdowalll@un.org, tel. +93 (0) 728 426 195

جووانا کاپریو: د فنلند د بهرنیو چارو وزارت د اړیکو همغږې کوونکې: johanna.kaprio@formin.fi, tel. +358 50 522 8916

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۹:۵۴
Background image

د مالیې وزارت اداري مرستیال د ځینو مستوفیتونو کړنې او اجراآت وارزول

د مالیې وزارت اداري مرستیال ښاغلي محمد اسماعیل رحیمي، د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د استازي په حضور کې د بامیانو، زابل، تخار، ارزګان، غزني او سرپل ولایتونو له مستوفیانو سره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د عامه او خصوصي مشارکت د لمریزي او بادي برېښنا د څلورو پروژو قراردادونه لاسلیک شول

د روان ۱۳۹۹ کال د تلي میاشتي په ۲ مه نېټه په چهارچنار ماڼۍ کې د افغانستان ولسمشر جلالتمآب محمداشرف غني، د ولسمشرۍ مانۍ لومړي مرستیال جناب امرالله صالح، د مالیې وزارت نوماند وزیر او. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲ - ۸:۳۷
Background image

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د برښنا په چارو کې د ایران د نیرو (انرژۍ) د وزیر له مرستیال سره د دوه اړخیزه اقتصادي اړیکو په لا پراخېدو خبرې وکړې

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د تلې میاشتې په ۱ نېټه د برښنا په چارو کې د ایران د نیرو (انرژۍ) د وزیر له مرستیال ښاغلي همایون حائري او له ده سره د مل. . .

BACK TO NEWS