نړیوال بانک ۲۰۰ میلیونه امریکایې ډالر نوی وړیا مرسته د افغانستان لپاره تصویب کړه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۱ - ۱۰:۶
خبر

د نړیوال بانک اجرائیوي بورډ ۲۰۰ میلیونه امریکایې ډالر نوی وړیا مرسته د چنګاښ میاشتې په ۱۹ مه نېټه د افغانستان لپاره تصویب کړه.

یاده مرسته د افغانستان حکومت لپاره د کرونا ویروس د اقتصادي او ټولنیزو منفي اغیزو سره د مبارزې په موخه ورکړل شوې ده.

یادو پیسو څخه ۱۰۰ میلیونه امریکایې ډالر د نړیوالې پراختیایې ادارې (IDA) چې د نړیوال بانک یوه اداره ده او ۱۰۰ میلیونه نور امریکایې ډالر یې د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق (ARTF) مرسته ده چې د ۳۴ مرسته کوونکو بنسټونو او هیوادونو په استازیتوب یې نړیوال بانک مدیریت کوي ورکړل شوي دي.

د افغانستان حکومت به له دې نوی بستې سره، د پالیسیو پیاوړتیا، د اقتصادي حالاتو ښه کولو، د زیربناو پیاوړتیا ، روغتیایې او مخابراتي خدمتونو په برخه کې اساسي اقدامات عملي کړي.

د یادونې وړ ده چې د نړیوال بانک نوی مرسته به د افغانستان ملي بودیجې له لارې د حکومت لومړیتوبونو سره سم اغیزمنتوب او ګټورتوب ته په کتو سره ولګول شي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۵۰
Background image

د ګمرکونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د تلې لومړۍ،۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او د وزارت د یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

BACK TO NEWS