ه یو شمېر ولایتونو کي ګڼ شمېر وارداتي قاچاقي توکي نیول سوي دي!

syllab_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۳:۲۹
..............

 

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني ځیرکو کارکوونکو تېره اوونۍ د فراه، نیمروز، هرات او کندهار ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي ګڼ شمېر قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په پټه ئې افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۷۲) ټنه او (۷۵۰) کیلو ګرامه سیمېنټ، (۵۲۰۸) کیلو ګرامه رُب، (۱۴۲۴) کیلو ګرامه مکروني، (۱۰۶۷) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۴۲۰) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۲۳۴۰) کیلو ګرامه لوبیا، (۱۵۰۰) کیلو ګرامه د لوښو وینځلو ماېع او (۵۰) کارټنه شامپو شامل دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي  د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي دوامداره فعالیت کوي او هیچا ته اجازه نه ور کوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي صادر او یا وارد کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۵:۵۱
Background image

له ۱۴ وزارتونو او امارتي ادارو سره د عوایدو د تحلیل او ارزوني په تړاو ناسته وسوه!

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د حمایوي مرستیال مولوي منصور الحق ذاکر په مشرۍ د (۱۴) وزارتونو او امارتي ادارو له استازو سره د غیر مالیاتي عوایدو د تحلیل او ارزوني په تړاو ناسته وسوه.
. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۴:۱۹
Background image

د پکتیا ګمرک د هنګرونو د جوړولو چاري (۵۰) سلنه پر مخ تللي دي!


 
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د سوداګریزو توکو د خوندیتوب په موخه د پکتیا په ګمرک کي د (۳۳) میلیونه افغانیو په ارزښت د دوه بابه هنګرونو د جوړولو چاري په چټکۍ سره رواني دي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱۰:۵۴
Background image

تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته کچه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، فراه، هرات او ننګرهار ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته کچه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو. . .

BACK TO NEWS