وطني تولیداتو ته د حکومت په پاملرنه به اقتصادي وضعیت ښه سي
صادرات چي د یوه هیواد په اقتصادي وده کي کلیدي رول لري او کورنیو تولیداتو ته د ځان بسیایني لپاره لاره هواروي نو له همدې کبله د افغانستان اسلامي امارت او په ځانګړي ډول د مالیې وزارت په هيواد کي دننه پر توليد سوي ګول سيخ لس سلنه محصول معاف کړ.
دماليې وزارت دپلان له مخي دا اقدام د کورنیو تولیداتو لپاره د نړيوال بازار د پراختيا او پر وارداتو باندي زموږ د هيواد د تکیې راکمولو او د اقتصادي وضعیت ښه کېدو په هدف سوی دی.
له ملي سوداګرو سره دسوي ژمني له مخي او دوئ ته د اسانتیاوو برابرولو او مالي ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره به د اوسپنو ویلي کولو فابریکو فعالیتونه او چاري رواني وساتل سي او همداراز له دې وروسته د ګول سيخ پر صادرولو لس سلنه محصول معاف دی.
دغه راز د مالیې وزارت مشرتابه او اړوندو مسؤلینو د هیواد اقتصادي وضعیت او د صادراتو ودې ته په ځانګړې پاملرنه د یو نېک ګام په پورته کولو سره هوکړه وکړه، چي په افغانستان کي تولید سوی ګول سیخ چي د میاشتي به۱۰۰۰ ټنه یوازي پاکستان هیواد ته صادريږي او د یوه ټن بیه به تر۹۰۰ امریکایي ډالرو لوړه وي، له لس سلني محصول اخیستو پرته صادريږي.
په داسي حال کي چي تر دې مخکي د هیواد زړې اوسپني ګاونډیو هیوادونو ته یو ټن د ۳۰۰ امریکایي ډالرو په شاوخوا ارزښت صادرېدی او د صنعت کارانو د پرلپسې غوښتنو پر اساس يې صادرول په کلکه ممنوع اعلان سول.
دا چي پانګوال او ملي سوداګر زیانمن نه سي د پورتنۍ هوکړي له مخي به اوس د هیواد تولید سوی ګول سیخ د سیمي هیوادونو ته له ستونزي پرته صادريږي.
د افغانستان د نوي اسلامي حکومت له راتګ څخه وروسته د هیواد د زړو اوسپنو سوداګرو، صنعت کارانو او یو شمېر نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو په ځلونو د مالیې وزارت له مشرتابه او مسؤلینو سره په دې تړاو لیدني کتني درلودې.
د اوسپنو سوداګرو د زړو اوسپنو د صادرولو غوښتنه درلوده او په وړاندي یې بیا ملي صنعت کارانو ټینګار کاوه، چي د زړو اوسپنو صادرول به د اوسپنو ویلي کولو فابریکې چي شاوخوا ۵۰۰ میلیونه امریکایي ډالره پانګونه پرې سوې ده په ټپه ودروي، په لسګونو مزدورکاران به بېکاره او دا به د اقتصادي کمزورتیا په برخه کي یو بل پیل وي.
د مالیې وزارت مشرتابه او مسؤلینو د دواړو لوریو له نظرونو او وړاندیزونو اورېدو وروسته پرېکړه وکړه، چي د زړو اوسپنو صادرول دي په کلکه بند سي. دغه راز د مالیې وزارت د مشرتابه له هدایت سره سم پرېکړه وسوه، چي د مالیې وزارت، صنعت کارانو او د اوسپنو د سوداګرو تر منځ دي یو درې ګونی پلاوی وټاکل سي ترڅو د اوسپني ویلي کولو پر فابریکو باندي د زړو اوسپنو پلورلو لپاره یو مناسب قیمت وټاکل سي څو یو لوری هم زیان ونه ويني. که څه هم د زړو اوسپنو سوداګرو په دې وروستیو کي یو ځل بیا د مالیې وزارت له مشرتابه څخه غوښتنه وکړه، چي د زړو اوسپنو پر صادراتو دي ممنوعیت د لنډې مودي لپاره لغوه کړي او د یوې لنډي مودې لپاره دي د یادو اوسپنو د صادرولو اجازه ورکړي او تر څنګ دې د اوسپنو په قاچاق او ناقانونه صادرولو په کلکه بندیز ولګول سي. دوئ څرګنده کړه، چي که چېري حکومت د صنعت کارانو او د اوسپنو ویلولو شرکتونو ملاتړ وکړي، سره له دې چي واردات به راکم سي بلکه ډيرو هیوادوالو ته به د کار زمينه هم برابره سي او د صنعتي افغانستان په لوري به لوی ګامونه پورته او ترڅنګ به يې پانګوال پراخي پانګوني ته لېوالتیا پیدا کړي.
هېره دي نه وي چي د ګول سیخ پر صادرولو د لس سلني مالیې د معافولو ترڅنګ د نورو اوسپنو (ګاډر، انګلارن او ګول سیخ) د تعرفې پر کمولو هم بحثونه روان دي
وروستی خبرتیاوينور دلته
د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!
د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .