په روان ۱۴۰۲ مالي کال کي هري ولسوالۍ ته پنځه میلیونه افغانۍ ځانګړې پراختیایي بودیجه ورکړل سوې وه!

syllab_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۶ - ۱۴:۵
................

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د حکم پر بنسټ په (۱۴۰۲) مالي کال کي د ملي بودیجې له پراختیایي برخي څخه بېله، د هیواد هري ولسوالۍ ته (۵) میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې سوې وه، چي موخه ئې په یادو سیمو کي رغونه او بیا رغونه وه.
دغه ځانګړې سوې بودیجه په ولسوالیو کي د ولایتي ادارې په همغږۍ په خپلواکه توګه لګول کېده، چي ستره برخه ئې د ولسوالیو رغونه، بیا رغونه، د تأسیساتو ساتنه، څارنه او لومړيتوب لرونکي پروژې وې.
 دغه ټاکل سوې بودیجه د روان (۱۴۰۲) مالي کال تر پای ته رسېدو مخکي د کورنیو چارو وزارت په همکارۍ په ولسوالیو کي په ذکر سوو اړینو کوچنیو پراختیایي پروژو ولګول سوه.
د یادوني وړ ده، چي د دغي بودیجې په واسطه په ولسوالیو کي ځیني پروژې بشپړي سوي او ځیني نوري به د روان مالي کال تر پایه پوري بشپړي سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۲۶
Background image

د هیواد له لومړۍ او دوهمه درجه مستوفیتونو سره انلاین ناسته وسوه!

د لړم ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د مستوفیتونو چارو د مرستیال په مشرۍ او د دې ریاست د یو شمېر رئیسانو په ګډون د هیواد د لومړۍ او دوهمه درجه مستوفیتونو له مسؤلینو سره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۵۱
Background image

د کندوز ولایت د ګمرک او د بلخ مستوفیت کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه پیل سول!

د لړم ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د بلخ ولایت د مستوفیت د مالیاتي او غیر مالیاتي عوایدو (۶۳) تنو کارکوونکو له پاره (۲۳) ورځنی. . .

BACK TO NEWS