په مالیې وزارت کي د ظرفیت لوړوني لړۍ

ظرفیت لوړونه د ادراکي روش پیاوړي کولو یوه اغېزمنه او تل پاتي لاره ده. د مسلکي کېدو لوري ته د یوه کس یا یوې ډلې ځانګړي کول دي. ظرفیت لوړونه نه یوازي دا چي د یوه شخص شخصیت او کړه وړه جوړوي ترڅنګ ئې د شخص کاري لیدلوری هم په معیار برابروي، په ادارو کي د ښه کاري مدیریت او له مراجعینو او همکارانو سره د کار په سفر کي نوښتونه هم رامنځته کوي، اداره هم مسلکي کوي، چي د ملت او دولت ترمنځ د واټن په را کمولو کي ښه رول ادا کولای سي.
په هره اداره کي د با ظرفیته کارکوونکو شتون کاري بهیر اسانوي، همغږي رامنځته کوي، د مراجعینو کار را لنډوي، په لنډه موده کي ډېر کارونه په اغېزمنه توګه ترسره کوي او ورسره پېچلو مسایلو ته په اسانۍ سره د حل لاره پیدا کوي. دغه ټکو ته مو ځکه اشاره وکړه، چي با ظرفیته کارکوونکي په خپل چاپېریال کي موانع او خنډونه په نښه کوي، کله چي خنډونه له منځه ولاړل بیا دولت او غیر دولتي سازمانونه خپلي موخي په اسانۍ سره ترلاسه کولای سي او پایلي ته ژر لاسرسی پیدا کولای سي.
د ظرفیت لوړولو دغه بهیر د مالیې وزارت په اډانه کي هم یو ځانګړی رول او ځای پیدا کړی، چي د تېرو څه باندي دوو کلونو په موده کي، چي کله اسلامي امارت بیا حاکمیت ترلاسه کړی، په ټولو ارګانونو په خاصه توګه په مالیې وزارت کي د نویو ګومارل سوو کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه د بشري سرچینو ریاست له لوري، د خزاینو لوی ریاست او د عوایدو او ګمرکونو ملي اکاډمۍ په همکارۍ په سلګونو کسان په مرکز کابل او څلور دېرشو ولایتونو کي په خپلو اړوندو برخو کي و روزل او روزل کېږي، چي دا بهیر به نور هم وغځېږي. تر اوسه پوري د همدې ادارو له لوري د هیواد د څلور دېرش ولایتونو له مستوفیتونو څخه د عواید، تدارکاتو، مالي او املاکو په برخه کي (۳۷۹) تنه نوي ګومارل سوي کسان روزل سوي، چي له دې ډلي څخه (۲۷۱) تنه ئې یوازي د مدیریت او له مراجعینو سره د نېک او غوره چلند په برخه کي دي.
همدا زار په مرکز کابل کي د مدیریتي څانګي په برخه کي (۹۷) تنه روزل سوي دي، چي د هیواد په کچه د ټولو روزل سوو کسانو شمېر (۱۶۵۹) تنو ته رسېږي. د دې ترڅنګ د بشري سرچینو ریاست له لوري یو شمېر کارکوونکو ته د ظرفیت لوړولو په برخه کي تحصیلي بورسونه هم چمتو سوي دي، چي له دې ډلي (۱۶) چین هیواد او (۲) تنه پاکستان هیواد ته په تحصیلي بورسیو تللي دي. د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست په ځانګړې توګه د ظرفیت لوړوني برخي مسؤلین هڅه کوي، چي د مالیې وزارت اړوندو ادارو ته مسلکي کادرونه او مستعد کسان معرفي کړي.
په ټوله کي د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو بهیر دا وښوده، چي عواید په شفاف ډول راټول سي، د وړ کسانو او متخصصینو په مټ د (۱۴۰۲) کال ملي بودیجه ترتیب، تائید او منظور سي په داسي حال کي، چي پخوا د بودیجې په برخه کي ډېری کسان بهرني سلاکاران ول او داخلي ظرفیت مو دا ډول وړتیا ډېره کمه درلوده، اوس د فساد کچه ټیټه سوې، د ټولو ادارو ترمنځ همغږي زیاته سوې، په زرګونو کیلو ګرامه نا قانونه او قاچاقي توکي کشف او ترلاسه سوي، د مالیې وزارت اړوندي ادارې د مسلکیتوب لوري ته ګامونه پورته کړي او د خپل پایښت لپاره کار کوي.
مالیې وزارت د ټولو کارکوونکو د ظرفیت لوړولو ته ژمن دئ، مسلکي ادارې ته کار کوي او د مسلکي او تخصصي کارکوونکو په مټ د اسلامي نظام د بقا او مالي نظام د خپلواکۍ او پایښت په موخه کار کوي.
درښت

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .