کابل ښار کي یوه اندازه ځکمه له غصب څخه خلاصه سوه!

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۶:۵۳
...........


د غویي ۲۴مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د امارتي املاکو لوی ریاست د کابل ښار اتمي حوزې په سیمه کي له (۵۰)جریبه امارتي ځمکي څخه (۶،۵) جریبه غصب سوې ځمکه بيرته راوګرځوله.
دغه امارتي ځمکه، چي له کلونو راهیسي د یو شمېر فرصت طلبه اشخاصو له خوا نیول سوې وه او غیر قانوني کورونه پرې جوړ سوي ول، رسماً تخریب او له غصب څخه خلاصه سوه.
په دې سیمه کي ځینو کسانو په غیرقانوني فعالیتونو لاسه پوري کاوه، چي د سیمي د خلکو له پاره ئې سرخوږی پیدا کړی وو. دلته به د غیر قانوني جوړو سویو کورونو په نړولو سره د هر ډول فساد مخه ونیول سي او د خلکو له پاره به بشپړه امنیتي فضا رامنځته سي.
د یادوني وړ ده، چي په دغه امارتي ځمکه باندي به په راتلونکي کي ټولګټي پروژې پلي سي، چي په ابادۍ سربېره به د سیمي د ښکلا او یو شمېر هیوادوالو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو زمینه هم برابره کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۲۷
Background image

د اداري معینیت د رهبرۍ ناسته کې پر مهمو موضوعاتو خبرې وشوې

د زمري۱۴مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ، په (۱۴۴۸) هـ.ق کال کې د اداري معینیت د رهبرۍ لومړۍ ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د غونډو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۵:۴۹
Background image

د دفاع وزارت د سرمفتشیت کارکوونکو لپاره دایر شوی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

د زمري۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست له لوري د دفاع وزارت د سرمفتشیت کارکوونکو لپاره د پلټنې په تړاو یو میاشتنی تخصصي روزنیز پروګرام په بریالیتوب پای ته ورسېد.
په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۰:۱۶
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ هیئت نهمه ناسته وشوه

د زمري۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ د عوایدو د تخنیکي مرستیال، د مستوفیتونو چارو مرستیال او د یو شمېر رئیسانو او آمرینو په ګډون د. . .

BACK TO NEWS