کوچنی اختر؛ د مسلمانانو تر منځ د ميني، ورورولۍ او يووالي سمبول
د روژې مبارکه میاشت د الله تعالی له لوري د مغفرت، رحمت او برکت، مسلمان ملت ته د الله تعالی د مېلمستیا او خپلو بنده ګانو ته د توبې د قبلېدو میاشت ده. په دې میاشت کي قرآن عظیم الشان نازل سوی، د قدر شپه پکښي سته او د کوچني اختر د راتلو میاشت هم ده.
په دې میاشت کي شیطانان او اهل فساد په ځنځیرونو تړل کيږي، یوازي د خیر او برکت فرشتې مځکي ته راځي، د الله تعالی له جانبه بندګانو ته د خیر او برکت، د رزق او روزۍ د پراخېدا، د دوزخ له عذابونو د خلاصون پیغامونه راوړي؛ پر همدې اساس د الله مخلص بنده ګان د عبادتونو، خیراتونو، نېکیو، مهربانیو، یو بل سره د مرستي او د بېوزلو د لاس نیوي په موخه د خپلو شتمنیو زکاتونه باسي، د خیر او برکت غوښتني او زارۍ کوي.
په دې میاشت کي د اختر را رسېدو ته په ټوله نړۍ کي د میلیونونو مسلمانانو تلوسه وي، د ښې نمانځني لپاره یې د نړۍ په ګوټ - ګوټ کي په میلیونونو پیسې لګوي، په همدې اساس د اختر میاشتي لومړۍ درې ورځي له یوه ځانګړي امتیاز، رنګ او ښکلاوو برخمني وي، چي له یوې میاشتي ځنډ وروسته الله تعالی خپلو مسلمانو بنده ګانو ته د خوړلو او څښلو اجازه ورکوي.
د اختر په ورځو کي د مسلمانانو ترمنځ د میني، ورورولۍ او یووالي وږمې را خورېږي، د یو بل کورته ورتګ پیلېږي، په ډېره مینه او لورېینه خپلوانو دوستانو او ملګرو ته د معتبرو میوو او خوړو انتظامات کوي، په نوو جامو او لباسونو کي لاس په لاس او اوږه په اوږه کور په کور ګرځي، د کوچي اختر مبارکیاني ورکوي او اختریزي ډالۍ وېشي.
پر همدې بنیاد؛ د مالیې وزارت مشرتابه، د رهبرۍ غړي، ټول کار کوونکي او په تېره بیا د شتمنۍ خپرونې مسلکي ټیم قدرمنو لوستونکو او بیا ګرانو هیوادوالو ته د اسلامي نظام تر سیوري لاندي د زړه له کومې د نېکمرغه کوچني اختر د را رسېدو مبارکي وایي او د لوی څښتن تعالی له عظیم دربار څخه په هیواد کي د سرا سري سولي، ثبات، اقتصادي پرمختګ او ځان بسیایني هیله لري او په دې هیله چي نور افغانان له هر ډول بدمرغۍ، بېوزلۍ او اقتصادي کړاوه خلاص او ارام ژوند ولري.
وروستی خبرتیاوينور دلته
د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!
د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .