د سارک د پراختیایي صندوق د بورد ۳۴مه غونډه په آنلاین ډول جوړه شوه

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۱۲:۲۸

د سارک د پراختیایي صندوق د بورد او اړونده فرعي کمیټو غونډې د ۲۰۲۱ کال د جون میاشتې د ۷مې څخه تر ۱۰مې نیټې پورې په آنلاین توګه جوړې شوې چې په کې د افغانستان، بوتان، بنګله دیش، هندوستان، مالدیو، نیپال، پاکستان او سریلانکا لپاره د بورد رییسانو ګډون کړی وو. د صندوق د بشري سرچینو د کمیټې په غونډه کې د آزاد رقابتي بهیر له لارې د تشو بستونو لپاره د مسلکي کارکوونکو د استخدام په اړه اړینې پریکړې وشوې. د صندوق د مالي او پلټنې کمیټې په غونډه کې د صندوق د ۲۰۲۱ کال بودجه تصویب شوه او همدارنګه د صندوق په سکرتریت کې د چارو د ښه سمون لپاره د داخلي پلټنې د پلټوونکې راپور په غور سره واوریدل شو او اړینې پریکړې وشوې.

د صندوق د بورد په غونډه کې چې دوه ورځې په آنلاین ډول روانه وه د اجنډا په ټولو مواردو باندې بحث او پریکړې وشوې. په دې غونډه کې د ښځو او ماشومانو لپاره د وړیا تیلیفون پروژه چې د ښځو چارو وزارت یې په افغانستان کې پلې کوي او موده یې د جون میاشتې تر پایه ختمیږي د یوه بل کال لپاره وغځول شوه ترڅو پاتې کارونه ترسره او د پروژې لپاره بیله شوې بودجه په بشپړه توګه مصرف شي. همدارنګه د بانس د پراختیا او ترویج پروژه چې موده یې د ۲۰۲۱ کال د مارچ میاشتې په پای کې تکمیل شوې وه د یوه بل کال لپاره وغځول شوه ترڅو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وکړای شي په دې موده کې د پروژې پاتې کارونه بشپړ کړي.

همدارنګه د یادونې وړ ده چې د بورد غونډې په تعقیب ( د کووید۱۹) په وړاندې د بیړني ځواب تر نامه د ۷ ملکونو د ګډې پروژې مالي تړون چې د افغانستان ونډه په کې ۱.۵ میلیونه امریکایي ډالره ده او  د بورد په ۳۳مه غونډه کې تصویب شوې وه د ۲۰۲۱ کال د جون میاشتې په ۱۵مه نیټه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او سارک پراختیایي صندوق تر مینځ لاسلیک شوه چې عملي چارې به یې ډیر ژر د عامې روغتیا وزارت له خوا پیل شي.  

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۷
Background image

د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته وشوه

د وږې ۲۸مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج محمد حامد احمد په مشرۍ د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال دوولسمه اداري ناسته د یاد ریاست په مقام کې وشوه.
په دې ناسته کې چې د ګمرکونو. . .

BACK TO NEWS