ټول دولتي شرکتونه دې د ګټې پر بنسټ په مارکېټ کې فعالیت وکړي

admin_mof
شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۶ - ۱۴:۵۳
خبر

د دولتي شرکتونو عمومي رئيس داکټر میرویس بهیج د افغان پسټ دولتي شرکت څخه د لیدنې به ترڅ کې زیاته کړه، چې موږ له یو څه مودې را په دې خوا د دولتي شرکتونو مالي وضیعت او اساسي فعالیتونه ارزوو، ترڅو وکولای شو په دې بنسټونو کې اساسي اصلاحات راولوو. 

نوموړي وویل، چې د شرکتونو لیدلوري باید په اساسي توګه بدل شي او په مارکېت کې د ګټې پر بسټ فعالیت وکړي، ترڅو وکولای شي له خصوصي سکټور سره سیالي وکړي او مالي ځان بسیاینې ته ورسېږي. له دولتي شرکتونو د ارزونې او څارنې موخه دا ده، چې په کاري پروسه کې یې چټکتیا او شفافیت را منځ ته شي، تر څو مناسبه ګټه وکړي. نوموړي زیاته کړه، چې د افغان حکومت د رهبرۍ لیدلوری دا دی، چې د دولتي شرکتونو د اصلاحاتو د تطبیق په برخه کې دې د ګاونډ او سویلي آسیا هېوادونو له بریالیو تجربو ځان ته الګو جوړه کړي.

  د افغان پوست دولتي شرکت رئیس احمد وحید ویس، د افغان حکومت د دې لیدلوري ستاینه وکړه او وویل، چې یاد شرکت تر دې دمه له ۱۵۰ تر ۲۰۰ ډوله خدمتونه پېژندلي دي او په پام کې لري، چې خپلو هېوادوالو ته له همدې لارې، چټک، ارزانه او اطمیناني خدمتونه وړاندې کړي، د نوموړي په وینا د دغو خدمتونو په پلي کولو سره ملي عواید به د پام وړ زیاتوالي ومومي او د ډېریو هېوادوالو لپاره به په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري زمینه برابره شي.

همدارنګه د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغان پسټ له خدمتونو استفاده کول به ډېر ګټور تمام شي، د نوي تشکیل په کارولو او ۲۰۰ ډوله عامه خدمتونو په وړاندې کولو سره به وکولای شو، چې د افغان دولت لپاره هر کال تر یو میلیارډ افغانیو زیات عواید تر لاسه کړو. 

خبر

ښاغلي ویس زیاته کړه، چې موږ هڅه کوو تر څو د توکو او د اقلامو برخې ملي او بین المللي کارګو او لوژیستیک پر غاړه واخلو. هغه وویل، چې موږ د سوداګرۍ له وزارت سره خبرې کړې دي چې د ۷۰۰ ټنه صادراتي ځنغوځيو له جملې د ۳۰۰ ټنو کارګو افغان پسټ ته وسپارو او نړیوالو مارکېټونو ته یې ولېږدوو. 

د افغان پسټ رئیس وویل، چې په مرکز او ولایتونو کې دغه شرکت ۸۰۰ تنه کارکوونکي لري. د هغه په خبره په ولایتونو کې د یاد شرکت د کارکوونکو مدیریتي او مسلکي وړتیا ټیټه ده او اړینه ده، چې د استخدام او معاشونو پالیسي نوې تعریف او د نویو غوښتنو پر اساس نوی تشکیل ترتیب کړای شي او د ازادې سیالۍ له لارې غوره کدرونه وګمارل شي.

د دولتي شرکتونو عمومي رئیس د یاد شرکت د اساسي فعالیتونو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، چې د افغان پسټ له خدمتونو ګټه اخیستنه د دې سبب ګرځي څو د بروکراسۍ، مراجعینو د ګڼه ګوڼې او وخت ضایع کېدو مخنیوی وشي او کارونه په ټاکلې موده او چټک ترسره شي. نوموړي د افغان پسټ شرکت اجرائیوي پلاوي ته هدایت ورکړ چې شرکت دې ژر تر ژره افتتاحیه بېلانس ترتیب کړي. همدا شان نوموړي د دولتي شرکتونو عمومي ریاست تخنیکي ډلې ته هدایت ورکړ چې د مالي پلان بشپړېدو او شرکت بیلانس په برخه کې همکاري وکړي، څو د مدیره پلاوي ناستې ته وړاندې شي او د ده له لوري منظور شي.

په پای کې ښاغلي ډاکټر بهیج د افغان پسټ شرکت ته لارښونه وکړه، څو د ۱۴۰۰ کال پلټونکی راپور د هرې ربعې په پای کې ترتیب کړي او بیا یې د دولتي شرکتونو د مالي چارو ارزونې او څارنې ریاست ته وړاندې کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۵۱
Background image

د کندوز ولایت د ګمرک او د بلخ مستوفیت کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه پیل سول!

د لړم ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د بلخ ولایت د مستوفیت د مالیاتي او غیر مالیاتي عوایدو (۶۳) تنو کارکوونکو له پاره (۲۳) ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۷
Background image

د عوایدو لوی رئیس د غزني له مستوفیت څخه لیدنه وکړه!

د لړم ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر، د غزني مستوفیت د چارو د ارزوني په موخه له یاد مستوفیت څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کي د عوایدو لوی رئیس د. . .

BACK TO NEWS