د تخنيکي او مسلکي زده کړو محصلینو لپاره د خوندي اسنادو د ډيزاين او چاپ روزنيز پروګرام شروع سو

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۴ - ۱۶:۵۸
خبر

د میخانیک او برق څانګي محصلینو لپاره د کاري زده کړو پروګرام د افغانستان په تخنیکي او مسلکي تعلیماتو اداره کي د یو لړ مراسمو په ترڅ کي ترسره سو. په دغه پروګرام کي زده کړیالان د نظري زده کړو تر څنګ پرمختللي عملي چاري هم زده کوي چي وروسته بیا کاري چاپیریال ته وړاندي کیږي.

په دغه غونډه کي  د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس مولوي غلام حیدر شهامت، د خوندي اسنادو دولتي مطبوعي عمومي رئیس ډاکټر محمد خالد مروان، د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې اکاډمیک مرستیال مولوي نور محمد عزیزي، د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس احمد ولي حقمل، د جرمني هیواد څخه راغلی ماسټر روزونکی اندرس ګوکل، د خوندي اسنادو دولتي شرکت (مطبوعې) د تولید امر او د اړوندو ادارو یو شمیر مسؤلینو ګډون کړی وو.

غونډه چي د قرآن مجید په تلاوت پیل سوه، په پیل کي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس مولوي غلام حیدر شهامت  خبري وکړې،ده  وویل: چي دغې ادارې د وطن ځوانانو ته د تخنیکي او مسلکي لوړو زده کړو ښه زمینه برابره کړې او هڅه کوو، تر څو یوه تخصصي او کارپوهه کاري قوه د هیواد شرایطو ته په کتو د ټولني خدمت ته وړاندي کړو.

ورپسې د خوندي اسنادو دولتي مطبوعي عمومي رئیس ډاکټر محمد خالد مروان د یاد شرکت د فعالیتونو په اړه د معلوماتو وړاندي کولو تر څنګ زیاته کړه، چي د معمول له مخي زده کړیالان د نظري او عملي زده کړو د ترلاسه کولو وروسته هڅه کوي، تر څو په دولتي ادارو کي جذب سي. تر کومه ځایه چي د خوندي اسنادو د چاپ دولتي شرکت مسلکي او مجرب اشخاصو ته اړتیا لري، په همدې اساس هڅه کوو، چي یو شمیر دغه زده کړیالان به له یوې ازمویني اخیستلو وروسته یاد شرکت ته جذب کړو، تر څو د دوی له علمي او مسلکي تجربو څخه ګټه پورته کړو او د دوی په مټ  به هیواد د ځان بسیایني پر لور خوځښت وکړي.

د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس احمد ولي حقمل وویل: زده کړیالانو ته د کاري زده کړو زمینه برابرول له دوی سره مرسته کوي تر څو په پوره انګیزې او وړتیا سره کاري چاپیریال ته وړاندي سي او د خپلو مسلکي تجربو څخه په ګټه اخیستنه سره د هیواد په اقتصادي وده کي فعال رول ولوبوي. ښاغلي حقمل ځوانانو ته په خطاب کي وويل: چي تاسو د هیواد روښانه راتلونکی یاست او ستاسو پر مټ دا هیواد اقتصادي ځان بسیایني ته رسیږي.

خبر

د چاپ ماسټر ټرینر اندرس ګوکل وویل: چي موږ له مخکي څخه د خوندي اسنادو د چاپ يو پياوړی ټیم جوړ کړی دئ او زه واقعآ خوښ یم چي داسې یو مډرنه چاره ترسره کوو. موږ باید لا مخکي حرکت وکړو، بله مرحله به د پاسپورټ چاپ، د هویت کارت او نورو خوندي اسنادو چاپول وي، چي د دې هیواد ( افغانستان) لپاره ارزښت لرونکي دي. هڅه کوو، چي د خوندي اسنادو د چاپ شرکت ته یو داسي مسلکي ټیم برابر کړو، تر څو د یاد شرکت فعالیتونه په ښه توګه پر مخ یوسي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۹) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د غويي۷مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۴
Background image

د کورنۍ پلټني لوی رئیس او ورسره مل پلاوي یو شمېر لوېدیځو ولایتونو ته سفر وکړ

د غويي۵مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس ملا عصمت الله منیب په مشرۍ یوه پلاوي د چارو د ارزوني او د پلټني سپارښتنو د تطبیق د تعقیبولو په موخه د هرات، فراه او نیمروز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

BACK TO NEWS