شرکتونو د انتفاعي معاملاتو د مالیاتي اظهارلیکونو خبرتیا!
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د شرکتونو ټولو ښاغلو مالکینو ته په درنښت سره خبر ورکوي، چي د ۱۴۰۱ مالي کال استثناءً پنځلس میاشتي (يوه درې مياشتنۍ لېږدېدلې دوره، د ۱۴۰۰ مالي کال د مرغومي، سلواغې او کب مياشتي) او څلور ربعي کېږي؛ نو د ۱۴۰۱ مالي کال د چنگاښ، زمري او وږي مياشتې (دويمه ربعه) پای ته رسېدلې ده او د شرکتونو د انتفاعي معاملاتو د مالياتي اظهارليکونو د وړاندي کولو وخت رارسېدلی دئ.
په همدې موخه د هغو شرکتونو مسؤلینو ته چي لا تر دې دمه يې د ۱۴۰۱ مالي کال اړوند د انتفاعي معاملاتو مالیاتي اظهارلیکونه اړوندو مالیاتي ادارو ته وړاندي کړي نه دي، د مالیاتي قوانینو، طرزالعملونو او لارښودونو په پام کي نیولو سره دي ژر تر ژره د خپلو شرکتونو د لېږدېدلي دورې (د ۱۴۰۰ مالي کال د مرغومي، سلواغې او کب) دروو میاشتو او د ۱۴۰۱ مالي کال د لومړۍ ربعي (وري، غویي او غبرگولي) مياشتو او د دويمې ربعي (چنگاښ، زمري او وږي) مياشتو د انتفاعي معاملاتو مالیاتي مکلفیتونه او اظهارليکونه اړوندو مالیاتي ادارو ته پر خپل وخت وړاندي او پر خپلو ځانونو دي د اضافي مالياتو د تعميل او د اړینو قانوني مواردو د پلي کېدا مخنيوی وکړي.
زموږ ماليه - زموږ هيواد - زموږ راتلونکی