د هرات مستوفیت د خپل مالي پلان څخه زیات عواید راټول کړي
د هرات مستوفیت په عوایدو کي د پام وړ زیاتوالی راغلی دئ، چي د روان مالي کال په لومړیو (۱۰) میاشتو کي د هرات مستوفیت ټولټال ۲ میلیارډه او ۲۳۴ میلیونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي او د ورکړل سوي مالي پلان څخه (۱۳) سلنه زیاتوالی ښیي.
د یادوني وړ ده، چي د اسلامي امارت له فتحي وروسته د هيواد په عایداتي برخو کي شفافیت، اصلاحات، پر وخت د خدمتونو وړاندي کول، د ژمنو او مسلکي کادرونو په ګمارني سره یې مثبته پایله ورکړې ده.
