د بودیجې او معلوماتي سیسټمونو په اړه روزنیز پروګرامونه دایر سول

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست کارکوونکو ته د مسلکي ظرفیت لوړوني په موخه د بودیجې او مالیې وزارت اړوند د معلوماتي سیسټمونو په اړه روزنیز پروګرامونه په لاره واچول سول
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د مشرتابه په نوښت، هڅو او زیار او د دوامداره ظرفیت لوړوني (Continuing Education) اصل ته د ژمنتیا په موخه او همدارنګه دا چي د کورنۍ پلټني لوی ریاست زيات کارکوونکي اوسمهال په مرکز کي شتون لري، نو له دغه فرصت څخه په ګټه اخستني د دوی لپاره د مالیې وزارت اړوند سترو معلوماتي سیسټمونو AFMIS، ASYCUDA، SIGTAS او د بودیجې په اړه روزنیز پروګرامونه دایر سول.
د کورنۍ پلټني لوی رئیس انجنیر عبداللطیف خالد له دې روزنیزو پروګرامونو څخه د څارني په موخه لیدنه وکړه او ګډونوالو ته یې په خپلو خبرو کي د روزنیزو پروګرامونو د ارزښت او ګټو په اړه خبري وکړې. او زياته يې کړه چي د دا ډول پروګرامونو تر څنګ په اداراتو کي د بیلا بیلو برخو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړولو په موخه ګټور روزنیز ورکشاپونه په لاره اچولي دي.