د تورخم په سرحدي ګمرک کي د تاریخي اثارو له قاچاق څخه مخنیوی وسو
د تورخم ګمرک مخلصو منسوبینو تېره شپه د یوې صادراتي محمولې د پلټني پرمهال یو شمېر تاریخي اثار کشف او ونیول.
یاد تاریخي اثار چي په ډیر مهارت سره د بار وړونکي صادراتي موټر په سويچ بورډ کي ځاي پر ځاي سوي وو او غوښتل ئې، چي پاکستان هیواد ته ئې په قاچاقي ډول ولیږدوي.
نیول سوي تاریخي اثار او تورن کس د نورو څېړنو لپاره اړوندو ارګانونو ته ور وپېژندل سوي دي.