د تعرفې کمېټې د روان مالي کال لومړنۍ ناسته جوړه سوه

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۹ - ۱۶:۴۲
خبر

د تعرفې کمېټې د (۱۴۰۲) مالي کال لومړنۍ ناسته د ګمرکونو او عوایدو معین ملا عبدالقاهر "ادریس" په مشرۍ د دغي کمېټې د غړو په ګډون د یاد معینیت د غونډو په تالار کي جوړه سوه.
د ګمرکونو او عوایدو معین د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او له اجنډاء سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د تعرفې رئیس د (هګیو، لوبیا کنسرو، د لاس وینځلو صابون، د دیګ بخار واشر، د الکوبان تختې او د لاسي ساعتونو) د ګمرکي تعرفې په اړه هر اړخیز معلوماتي پریزینټېشن وړاندي کړ او د یادو اقلامو د تعرفې د زیاتوالي او یا هم د کموالي په اړه ئې د سوداګرو او صنعتکاراتو غوښتني د غونډي له ګډونوالو سره شریکي کړې.

خبر

د تعرفې کمېټې غړو د ذکر سوو اقلامو په تعرفې هر اړخیز بحث وکړ او له کورني تولید څخه د ملاتړ، سوداګرۍ او دولتي عوایدو د زیاتوالي او ودې اصل ته په کتو سره ئې په اړه لازمي پرېکړې وکړې.
همداشان په دې کمېټه کي په ګمرکي طی مراحلو کي د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د ځینو اجناسو لپاره د ملي کوډونو په جوړېدو هم پرېکړه وسوه.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۲:۱۷
Background image

د مالیې او کورنیو چارو وزارتونو د کورنۍ پلټني لویو رئیسانو د خپلمنځي همغږۍ په موخه سره کتلي

د وږي ۲۵مه ۱۴۰۴هـ.ل

د کورنیو چارو وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست په غوښتنه د ښې همغږۍ، تجروبو شریکولو او د دوامداره مسلکي او کاري همکاریو د رامنځته کولو په موخه د مالیې او کورنیو چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د کیفیت کنټرول مسلکي کولو روزنیز پروګرام فارغانو ته تصدیق پاڼي ورکول سوې!

د وږي۲۴مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د بندرونو د کیفیت کنټرول ریاست کارکوونکو ته، چي د کیفیت کنټرول مسلکي کولو له پروګرام څخه فارغ سوي ول د یو لړ مراسمو په ترڅ کي. . .

BACK TO NEWS