د ماليې او لوړو زده کړو وزارتونو تر منځ د ډيپلومونو او ټرانسکريپټونو د چاپولو هوکړه لیک لاسیلک سو

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۱۵:۱۱
خبر

د ماليې او لوړو زده کړو وزارتونو تر منځ د ډيپلومونو او ټرانسکريپټونو د چاپولو هوکړه لیک د ماليې وزارت د غونډو په تالار کي د ماليې وزیر ملا محمد ناصر آخند او د لوړو زده کړو وزیر شیخ مولوي ندا محمد ندیم له خوا لاسلیک سو.
په دې تړاو جوړه سوې غونډه کي د ماليې وزیر الحاج ملا محمد ناصر آخند، د لوړو زده کړو وزیر شیخ مولوي ندا محمد ندیم، د مالیې وزارت د دفتر لوی رئيس سلطان محمد زبیر او یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو ونډه اخیستې وه.
لومړی د ماليې وزارت د دفتر لوی رئیس د غونډي گډونوالو ته افتتاحیه (د پیل) وینا وکړه.
ورپسې د ماليې وزیر ملا محمد ناصر آخند وینا وکړه او ویې ویل، چي موږ د لوړو زده کړو وزارت قدردانی کوو او ډېر د خوشحالۍ احساس کوو، چي دا قراداد موږ ترسره کوو، ځکه مخکي دا اسنادونه په جرمني هیواد کي چاپېدل او ډېر زیات مصرف ورباندي راتلئ، له نېکه مرغه اوس دغه اسنادونه په خپل هیواد کي د پرمختللي ماشینرۍ په وسیله چاپېږي، چي کیفیت ئې پر نړیوال معیار برابر دئ او همداراز غوښتنه ئې وکړه، چي نوري ادارې هم باید خپل قیمتي اسنادونه په همدې مطبوعه کي چاپ کړي؛ تر څو د بهرني سفرونو د ستړیا او تکالیفو څخه خلاص سي او هم به ئې عواید د اسلامي امارت په خزانه کي جمع کېږي.
همداراز د لوړو زده کړو وزیر مولوي ندا محمد ندیم په خپله وینا کي گډونوالو ته وویل، چي ډېر د خوشحالۍ ځای دئ، چي د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د ډېرو پرمختگونو شاهدان يو، چي د دې پرمختگونو په لړۍ کي دا دئ نن د لومړي ځل لپاره د یو بل ستر پرمختگ شاهدان يو.
نوموړي زیاته کړه، د تېرو دوو کلونو په جریان کي موږ په دې برخه کي ډيري ستونزي درلودې، مخکي د دې اسنادو چاپ په جرمني هیواد کي ترسره کېدی، چي تر هغه ځايه په رسيدگۍ کي او د اسنادو په قیمت کي ډېر مشکلات وه، دا چي اوس د یو میلیون اسنادونو (پنځه سوه زره ډيپلومونو او پنځه سوه زره ټرانسکريپټونو) هوکړه لیک د ماليې وزارت سره لاسلیک کوو؛ نو د ماليې وزارت دا وړتیا لري، چي زموږ اړتیاوې، هغه که په خصوصي او یا هم امارتي سکټور کي وي، د دوی په توسط پوره سي، دا یو غټ پر مختگ دئ. د خوندي اسنادو د چاپ مطبعې لخوا، چي کومي نمونې چاپ سوي وې، زموږ د مسلکي او تخنیکي کسانو لخوا کتل سوي دي، چي هم ئې کیفیت له مخکيني اسنادو څخه ښه وو او هم هغه محافظتي او احتیاطي تدابیر (تزویر، جعل... څخه د مخنیوي لپاره) چي د یادو اسنادو د چاپ لپاره په نظر کي نیول سوي دي، تر مخکینیو اسنادو قوي دي، چي له دې سره به مو د محصلانو چاره حل سوې وي، د فساد مخه به مو نیولې وي او هم به مو د خپل هیواد عوایدو ته گټه رسولې وي. کومو محصلانو ته، چي له تېرو دوو کلنو څخه سند نه دئ ورکول سوی، له نن څخه وروسته به د توزیع سلسله شروع کېږي او دا ستونزه به ئې حلېږي.

خبر

همدا راز نوموړي په خپله وینا کي د ماليې وزارت له چارو څخه خوښي څرگنده کړه او د مالیې وزارت مخکينی اقدام ئې وستایه، چي د تازه فارغ سوو محصلینو څخه په ماليې وزارت کي د گومارني په موخه ازموینه اخیستل سوې وه، چي له جملې څخه ئې (۵۰ ) تنه په دندو وگومارل سول او د پاته بریالیو کسانو د گومارني پروسه روانه ده.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

د میدان وردګ او زابل مستوفیتونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړوني پروګرامونه پیل سول

د غويي۱۰مه۱۴۰۵ هـ.ل 

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم، د میدان وردګ او زابل مستوفیتونو کارکوونکو ته د «ظرفیت لوړوني او مسلکي کولو» تر عنوان لاندي دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۱۰
Background image

د امارتي املاکو لوی رئیس کندهار ولایت ته سفر وکړ

د غويي۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د امارتي املاکو لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني کندهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کي د دغه ولایت له مستوفي او د املاکو له مسئولینو سره ولیدل.
په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۱
Background image

د فراه ګمرک کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل سو

د غويي۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د فراه ګمرک د بېلابېلو برخو کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل سو.
په دغه پروګرام کي ګډونوالو ته د. . .

BACK TO NEWS