د سپین بولدک ګمرک کارکوونکو د وارداتي نشه یي توکو له قاچاق څخه مخنیوی وکړ

د کندهار ولایت د سپین بولدک ګمرک ځيرکو او زړورو کارکوونکو نن په یوې وارداتي محموله کي (۹۱) کیلو ګرامه تریاک او (۵۸) کیلو ګرامه پوډر (نشه یي توکي) کشف او له قاچاقو څخه ئې مخنیوی وکړ.
یاد نشه یي توکي په ډېر مهارت سره ځای پر ځای سوي وه او غوښتل ئې، چي له ګاونډي هیواد څخه ئې افغانستان ته په قاچاقي ډول راوړي.
په دې تور یو کس نیول سوی او د نورو څېړنو لپاره به اړونده ارګانونو ته ور وپېژندل سي.
