د صلاح الدین ایوبي سوداګریز مارکېټ د جوړولو پروژې د افرګشایي ناسته وسوه!
![...........](/sites/default/files/2024-04/4_10.jpg)
د مالیې وزارت د املاکو لوی ریاست د صلاح الدین ایوبي سوداګریز مارکېټ د جوړولو پروژې د افرګشایي ناسته، چي د ننګرهار ولایت جلال آباد ښار زاړه ګمرک ته څېرمه پروت دئ، د چارو ادارې او کابل ښاروالۍ او یو شمېر داوطلبانو په حضور کي د مالیې وزارت په خیبر سالون کي ترسره کړه.
دغه ناسته، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل سوه، د دولتي املاکو لوی ریاست د مرکزي املاکو رئیس مولوي عتیق الله کریمي د ناستي ګډونوالو ته د ناستي د روڼتیا په باب ډاډ ورکړ ویې ویل، دا د ویاړ ځای دئ، چي له تاسو مسلمانو وروڼو سره په یوه ازاده فضا کي ناست او د افغانستان د ابادۍ په پروسه کي ګډون کوم. نوموړي، زیاته کړه، چي د دې شرکت ګټونکی باید خپلي چاري په غور ترسره کړي.
نوموړي، ګډونوالو ته روښانه کړه، چي په بېلابېلو برخو کي تش دولتي جایدادونه شتون لري، چي په راتلونکي کي به د پانګوني او مارکېټونو او یا نورو ودانیو د جوړولو لپاره داوطلبۍ ته وړاندي سي. ټول شرکتونه کولای سي په دې داوطلبیو کي ګډون وکړي او د هیواد د پانګوني ترڅنګ د هیواد په ابادۍ او اقتصادي وده کي ونډه واخلي او وکولای سي د هیواد ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.
د یادوني وړده، چي د دې پروژې د داوطلبو شرکتونو طرحه د اقتصادي اغېزمنتوب په موخه د تحلیل کمېټې ته تللې او له هر اړخیزي ارزوني وروسته به هغه شرکت، چي طرحه ئې په شرطپاڼه کي د درج سوو معیارونو او اصولو سره سمه وي ګټونکی اعلان سي.