د خوست په محصولي ګمرک کي د صادراتي توکو د محمولو سیم او سرغچ کولو بهیر پیل سو!
![.........](/sites/default/files/2024-05/whatsapp_image_2024-05-28_at_16.00.01.jpeg)
د خوست په محصولي ګمرک کي د صادراتي توکو په ځانګړي ډول د ډبرو سکرو د محمولو سیم او سرغچ کولو بهیر د یاد ګمرک د رئیس الحاج ملا عبدالهادي 'ابرار' له لوري په رسمي ډول پیل سو.
د دې بهیر د پیل کېدو موخه د قاچاق او د هوا له ککړتیا څخه مخنيوی، د ګمرکي اصولو عملي کول او په شفاف ډول د ګمرکي عوایدو راټول دي.
همدا رنګه د خوست ولایت د غلام خان په ګمرک کي د سوداګرو په غوښتنه د سریع الفساد صادراتي توکو طی مراحل هم پیل سول، چي له دې سره به سوداګرو ته اسانتیا رامنځته سي او د یادو توکو د خرابېدو مخنیوی به وسي.